Dr. Arman Khan

Call Directions Website Contact the business

Dr. Arman Khan Dr. Arman Khan, Consultant Cardiac Surgeon, specializes in Minimally Invasive Cardiac Surgery (MICS).
(1)

Dedicated to advanced, patient-centered care, he uses innovative techniques for faster recovery and better outcomes.

23/09/2026

ایا پوهېږئ سګرټ ستاسو له بدن او په ځانګړي ډول له زړه سره څه کوي؟ 🚭

په دې وېډیو کې ډاکټر ارمان خان (Consultant Cardiac Surgeon) د سګرټ د خطرناکو زیانونو او پر زړه د هغې د غټو اغېزو په اړه مهم معلومات درسره شریکوي.

وېډیو مه سکیپ کوئ او تر پایه یې وګورئ!

👨‍⚕️ ډاکټر ارمان خان (Consultant Cardiac Surgeon)

📍 ادرس: ادي مېډیکل کمپلکس، کابل
📞 اړیکه: ۹۳۷۴۴۴۵۶۴۶۳+

#سګرټ #کابل #افغانستان

د ژورې درناوي او تلپاتې پیرزوینو یوه لیدنهکله چې یو پخوانی ناروغ له بشپړې روغتیا سره بیرته د مننې او شکرګزارۍ لپاره زموږ...
14/09/2026

د ژورې درناوي او تلپاتې پیرزوینو یوه لیدنه

کله چې یو پخوانی ناروغ له بشپړې روغتیا سره بیرته د مننې او شکرګزارۍ لپاره زموږ لیدنې ته راځي، دا زموږ د ټول ټیم لپاره تر ټولو قیمتي او احساساتي شېبه وي.

ښاغلی غیور صافی چې پخوا یې د زړه پیچلې جراحي (Total Arterial CABG) د ډاکټر ارمان خان لخوا په بشپړه بریا ترسره شوې وه، نن له خپلي روغتیا څخه برخمند او خوشحاله دی د هغې داد، درنښت او له بې ساري پیرزوینو ډکې خبرې زموږ د زړه له کومې ستایو.

ډاکټر ارمان خان (Consultant Cardiac Surgeon)

📍 ادرس: ادي مېډیکل کمپلکس، کابل

📞 اړیکه: ۹۳۷۴۴۴۵۶۴۶۳+

#شکرګزاري #کابل #افغانستان

11/09/2026

د نوي ژوند شېبې؛ د زړه يوه بريالۍ او نتيجه‌بخشه جراحي

الحمدلله د الله جل جلاله په فضل او د زړه د پرمختللو جراحي عملياتو د متخصص ډاکټر ارمان خان د تجربې او پاملرنې له برکته اخلاص بې بې د زړه پېچلی جراحي عمل په پوره بريا ترسره شو ناروغ اوس مهال له بشپړې روغتيا برخمن دی او بېرته خپل عادي ژوند ته ستون شوی دی.

زموږ يوازينۍ موخه ستاسو او ستاسو د کورنۍ د ډاډمن او هوسا ژوند تضمين دی؛ ځکه ستاسو په خپله خاوره کې له نړيوالو معيارونو سره سم طبي خدمات ستاسو ابدي حق دی.

👨‍⚕️ ډاکټر ارمان خان (Consultant Cardiac Surgeon)

📍 ادرس: ادي مېډیکل کمپلکس، کابل

📞 اړیکه: ۹۳۷۴۴۴۵۶۴۶۳+

#بریا #سمنګان #کابل

07/09/2026

ایا د زړه د درې واړو بندو رګونو درملنه یوازې په درملو (دوا) کېدای شي؟

ډېری ناروغان چې د بای‌پاس جراحۍ (Bypass Surgery) لپاره راځي، پوښتي: «ایا د رګونو د خلاصولو لپاره جراحي حتمي ده که دوا هم کار ورکوي؟»

ډاکټر ارمان خان (Consultant Cardiac Surgeon) د زړه د پرمختللو جراحي عملیاتونو متخصص

📍 پته: ادي مېډیکل کمپلکس، کابل
📞 تلیفون شمېره: 463 456 744 93+

د دقیق او مسلکي ځواب لپاره دا ویډیو تر پایه وګورئ! 🩺👇

#کابل #افغانستان

د زړه روغتیا ستاسو او ستاسو د کورنۍ د ژوند هوساینه تضمینويډاکټر ارمان خان (Consultant Cardiac Surgeon) د زړه د پرمختللو ...
24/08/2026

د زړه روغتیا ستاسو او ستاسو د کورنۍ د ژوند هوساینه تضمینوي

ډاکټر ارمان خان (Consultant Cardiac Surgeon) د زړه د پرمختللو جراحي عملیاتونو متخصص، اوس مهال په ادي مېډیکل کمپلکس (کابل) کې د پام وړ طبي خدمات وړاندې کوي.

تخصصي مهارتونه:

د زړه پرمختللې جراحي (MS Cardiac Surgery)

د کوچني شق له لارې د کمې مداخلوي زړه جراحي (MICS)

د ماشومانو د زړه جراحي (Pediatric Cardiac Surgery)

📍 پته: ادي مېډیکل کمپلکس، کابل

📞 تلیفون شمېره: 463 456 744 93+

#کابل #افغانستان

06/08/2026

د جوزجان ولایت د محمد ظاهر کاکا پېچلې درملنه؛ د "Modified Bentall Procedure" بله لویه بریا!

ښاغلی محمد ظاهر چې له جوزجان ولایت څخه د زړه د تخصصي درملنې په موخه راغلی و.

د زړه د Aortic Valve شدید لیک (Severe Aortic Regurgitation) او د Aortic Root او Ascending Aorta د پراخوالي په صورت کې، د Modified Bentall Procedure یو له مهمو او اغېزمنو جراحي عملیاتو څخه ګڼل کېږي.

په دې ویډیو کې ډاکټر ارمان خان د جوزجان ولایت د محمد ظاهر ناروغ د بریالي Modified Bentall Procedure کیسه شریکوي، چې په ترڅ کې یې د زړه وال، Aortic Root او Ascending Aorta په بریالیتوب سره تبدیل شوي دي.

نن محمد ظاهر کاکا په بشپړ ډول روغ رمټ دی او خپل عادي ژوند ته راستون شوی دی.

د زړه د هر ډول غټو او پېچلو ستونزو په شتون کې، د ډاکټر ارمان خان له تخصصي ټیم سره مشوره وکړئ!

ادرس: ادي مېډیکل کمپلکس، کابل
📞 اړیکه: ۹۳۷۴۴۴۵۶۴۶۳+

#جوزجان

01/08/2026

کله ناکله د زړه ناروغي یوازې یوه ستونزه نه وي، بلکې څو جدي ستونزې یوځای رامنځته کېږي!

د زړه د درېیو رګونو بندښت سربېره، د زړه والو تنګوالی یا لیک کېدل هم د ناروغ د روغتیا لپاره جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

د زړه د جراحۍ متخصص ډاکټر ارمان خان د داسې پېچلو قلبي ناروغیو د جراحي درملنې په اړه مهم معلومات درسره شریکوي، حتا په ۷۵ کلنۍ کې هم د مناسبې ارزونې او درملنې له لارې د ناروغ لپاره د حل لارې موندل کېدای شي.

د زړه هره ستونزه ځانګړې پاملرنه غواړي — تخصص، تجربه او پر وخت پرېکړه مهمه ده

🏥 ادرس: ادي مېډیکل کمپلکس، کابل
📞 اړیکه: ۹۳۷۴۴۴۵۶۴۶۳+

د ویاړ، بریا او ژمنتیا یو ستر پړاو ډاکټر عاشق الله ارمان (ارمان خان) ته د زړه له کومې مبارکي وایو، چې د لاهور د روغتیا ع...
25/07/2026

د ویاړ، بریا او ژمنتیا یو ستر پړاو

ډاکټر عاشق الله ارمان (ارمان خان) ته د زړه له کومې مبارکي وایو، چې د لاهور د روغتیا علومو پوهنتون (UHS) له خوا د زړه جراحۍ تخصص (MS, Cardiac Surgery) کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

دا ستره او ویاړمنه جایزه د کلونو نه ستړې کېدونکې هڅې، علمي وړتیا، او د زړه جراحۍ د سپېڅلي مسلک لپاره د ژورې ژمنتیا څرګندونه کوي. د غوره فارغانو (Gold Medalists) په کتار کې شاملېدل یوه بې سارې لاسته راوړنه ده، چې د سخت کار، زغم او استقامت ثبوت دی.

هیله ده دا مهمه لاسته راوړنه د لا ډېرو بریاوو پیل وي، څو د انسانیت په خدمت او د زړه د جراحۍ د پرمختګ په برخه کې لا ډېر ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي.

یو ځل بیا د دې سترې بریا مبارکي درته وایو!

05/07/2026

آیا د زړه خلاص جراحي دوهم او درېیم ځل کېدای شي؟
هو، ممکن دی! خو دا کار خورا لوړ مهارت، د جراحۍ ځانګړې تجربې او پوره زړورتیا ته اړتیا لري.

د دې خبرې ژوندی ثبوت د ۵۴ کلنې بی بی ضیا ګلې د روغتیا کیسه ده.

هغې شاوخوا ۱۰-۱۱ کاله وړاندې د زړه د والو د بدلولو جراحي (Mitral Valve Replacement) کړې وه، خو له بده مرغه دا والو د وخت په تېرېدو سره بند شوی و، چې د ناروغ ژوند یې له سخت خطر سره مخ کړی و. هغې عاجلې جراحي ته اړتیا لرله ترڅو زوړ والو لرې او نوی والو ځای پر ځای شي.

الحمدلله، په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د داسې یو مغلق او خورا پېچلي حالت دقیق تشخیص او بیا ځلې عملیات (Redo Surgery) د زړه د جراحۍ د متخصص ډاکټر ارمان خان او د هغه د تخصصي ټیم لخوا په پوره بریا ترسره شول. نوی والو په بریالیتوب سره ځای پر ځای شو او نن ناروغه په بشپړ ډول روغه رمټه ده.

په افغانستان کې دننه د داسې بې ساري او پېچلو عملیاتو بریا، د هېواد په طبي تاریخ کې یو نوی فصل دی!

🏥 ادرس: ادي مېډیکل کمپلکس، کابل
📞 اړیکه: ۹۳۷۴۴۴۵۶۴۶۳+

26/05/2026

لوی اختر مو مبارک شه!
د لوی اختر په دغه بختور او د ایثار په موسم کې،
خپلو ټولو مخلصو هېوادوالو او درنو ناروغانو ته د زړه له کومې مبارکي وایم.

الله ج دې وکړي چې ستاسو د ژوند هره ساه له کامل صحت،
او هر د زړه ټکان مو له تلپاتې خوشحالۍ سره مل وي.

ډاکټر ارمان خان – د زړه د جراحۍ متخصص
🏥 ادرس: ادي مېډیکل کمپلکس، کابل
📞 اړیکه: ۹۳۷۴۴۴۵۶۴۶۳+

Address

Adei Medical Complex
Kabul
1003

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr. Arman Khan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Dr. Arman Khan:

Shortcuts

Share