Saba Dental Beauty Center - سبا د غاښو د ښکلا مرکز

Saba Dental Beauty Center - سبا د غاښو د ښکلا مرکز سبا د غاښو د ښکلا مرکز په لوی کندهار کي یو له سابقه داره د غاښو له کلنیکونو څخه شمېرل کیږي !

🦷 سبادغاښونو دښکلا او تداوی مرکز له نوی ادرسه. ولې باید د ماشومانو د شیدو غاښونو ته جدي پاملرنه وکړو؟ دماشومانو د شیدو غ...
26/04/2026

🦷 سبادغاښونو دښکلا او تداوی مرکز له نوی ادرسه.
ولې باید د ماشومانو د شیدو غاښونو ته جدي پاملرنه وکړو؟
دماشومانو د شیدو غاښونه یوازې موقتي غاښونه نه دي، بلکې د ماشوم د راتلونکي دایمي غاښونو لپاره بنسټ جوړوي. که دا غاښونه سالم وساتل شي، ماشوم به له ډېرو ستونزو څخه خوندي پاتې شي.
✅ د غاښونو د خرابېدو مخنیوی کوي
✅ د ژولو، خبرې کولو او تغذیې بهیر سموي
✅ دایمي غاښونو ته مناسب ځای ساتي
✅ د درد او انتان اوتخریباتو خطرات کموي
✅ د ماشوم د ښکلي مسکا او اعتماد سبب ګرځي

مهمې سپارښتنې:
🔹 په ورځ کې لږ تر لږه ۲ ځله د غاښونو برش کول
🔹 د خوږو او ګاز لرونکو مشروباتو محدودول
🔹 د غاښونو منظم چک اپ (معاینه) کول.
🔹 د اړتیا په صورت کې فلوراید او سیلینټ کارول

🌟 یاد ولرئ:
د ماشومانود شیدو غاښونو ساتنه، د هغه د ټول عمر د خولې روغتیا ضمانت دی.
📍 همدا نن د خپل ماشومانو د غاښونو پاملرنه پیل کړئ

نوی السادت دغاښونو دښکلا او تداوی مرکز.
ادرس: باچان خان جاده نوی السادت درملتون.

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎🌙✨ اختر مو مبارک شه! ✨🌙 سبا د غاښونو د ښکلا او تداوی مرکز له لوري، در...
21/03/2026

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎

🌙✨ اختر مو مبارک شه! ✨🌙
سبا د غاښونو د ښکلا او تداوی مرکز له لوري، درنو او معززو هیوادلو ته ددی نیکمرغه کوچنی اختر مبارکی و ړاندې کوو. لوی خدای ج مو ټول عبادات،روژی،لمونځونه اوصدقات په خپل لوی دربار کې قبول کړه.
اختر د رحمت، یووالي او ورورولۍ ستره نښه ده، چې انسان ته د زړونو د صفا، متقابل درناوي او دخوښیو پیغام ورکوي. هیله ده چې دا مبارکې ورځې ستاسو ژوند له سلامتۍ، سوکالۍ او دوامدارو خوښیو څخه برخمن کړي.
الله تعالی ج دې وکړي چې زموږ ټولنې ته سوله، ثبات او همغږي ورپه برخه شي، او زموږ زړونه تل د خوښۍ او رڼا څخه ډک وي.

🌟 بیا موهم اخترمبارک او بختور سه خوشحاله ژوند او سالم صحت درته غواړو
ډاکټر رحمت الله 《متقي》
ایندو دانتیکس /ارتودانتکس کابل

سبادغاښونو دښکلا اوتداوی مرکز له نوی ادرسه.دنوی او عصری وسایلو په مټ،دپاک،منظم او ارام چاپیریال په لرلو سره خپل خدمات په...
24/02/2026

سبادغاښونو دښکلا اوتداوی مرکز له نوی ادرسه.
دنوی او عصری وسایلو په مټ،دپاک،منظم او ارام چاپیریال په لرلو سره خپل خدمات په لوړ کیفیت او ټیټ قیمت سره دروژی په مارکه میاشت کي دروژماتی څخه وروسته بیا تر11 بجو پوری ترسره کوی.
تماس اووتس اف0708183391/0766741000
ادرس: کندهار دریمه ناحیه باچاخان جاده نوی السادت درملتون.

ګرانو هېوادوالو!د رمضان مبارکې میاشتې په دې مبارکه ورځو کي، موږ ستاسو او تاسو مريضانو لپاره له لوی رب ج څخه  د روغتیا، س...
17/02/2026

ګرانو هېوادوالو!
د رمضان مبارکې میاشتې په دې مبارکه ورځو کي، موږ ستاسو او تاسو مريضانو لپاره له لوی رب ج څخه د روغتیا، سوکالۍ او د زړه سکون هیله کوو. چې ستاسو هره ناروغي شفا ومومي، کورنۍ مو د امن او خوشحالۍ نه برخمنه شي، او ستاسو روژه قبوله شي.
روژه نه یوازې د بدن پاکوالي لپاره ده، بلکې د روح لپاره هم یوه لار ده چې ایمان، محبت او خیر ته نږدې کوي.
سبا د غاښو د ښکلا او تداوۍ مرکز تل ستاسو د روغتیا او ښه والي لپاره ستاسو تر څنګ دی.
روژه مو مبارک وي!

هموطنان گرامی!
در این ایام مبارک ماه رمضان، از پروردگار بزرگ آرزو داریم که برای شما و بیماران عزیز، سلامتی، آرامش قلبی و خوشبختی فراهم شود، بیماری‌هایتان شفا یابد، خانواده‌هایتان در امنیت و شادی باشند و روزه‌هایتان قبول شود.
روزه تنها پاکیزگی بدن نیست، بلکه راهی برای نزدیکی روح به ایمان، محبت و خیر است.
مرکز زیبای دندان سبا همیشه در کنار شما برای سلامتی و بهروزی شماست.
رمضان مبارک!
!

💚 مراقبت خوب‌تر، زندگی بهتر
🌸 غوره پاملرنه، غوره ژوند


#روژه





#رمضان2026

#

دچهارمزو څلور ګټې د ساینسپوهانو پام ځانته اړولی دید انتي‌اکسیدانونو، ګټورو غوړو او منرالونو د شتون له امله، چهارمغزو د س...
17/02/2026

دچهارمزو څلور ګټې د ساینسپوهانو پام ځانته اړولی دی
د انتي‌اکسیدانونو، ګټورو غوړو او منرالونو د شتون له امله، چهارمغزو د ساینسپوهانو د پاملرنې وړ ګرځېدلي او د سالمې تغذیې د یوې برخې په توګه د بدن، خولې او غاښونو د روغتیا لپاره پېژندل شوی.
چهامغز له منرالونو، انتي‌اکسیدانونو او ګټورو غوړو څخه بډایه دي چې کولای شي د خولې او غاښونو روغتیا کې مرسته وکړي.
دچهارمعزو ژوول د خولې لاړې زیاتوي او د زیانمنو باکتریاوو په کمولو کې مرسته کوي.
په چهارمغز کې شته انتي‌اکسیدانونه د لثو (وريو) التهاب راکموي.
د دې منرالونه د غاښونو د جوړښت په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
یادونه: د چهارمغزو دانې ښايي ستاسو دغاښونو ترمنځ بند پاتي شي، نو له خوړلو وروسته حتمي خوله ووینځئ او د غاښونو تار (فلوس) وکاروئ.

سبا دغاښونو دښکلا اوتداوی مرکز کي ستاسو دغاښونو،خولې او وریو دنارغیو تشخیص او درملنه په لوړ کیفیت او ټیټ قیمت سره ترسره کیږی.

ادرس: کندهار دریمه ناحیه باچاخان جاده نوی السادت درملتون
وتس اف اوتماس شمیری: 07078183391/0766741000

یادونه: دروژی په مبارکه میاشت کي دروژماتې څخه وروسته بیا دشپی تر یولس بجوپوری به یاده څانګه فعاله وی.

جمعه مبارک 🤲📿جمعه مو نیکمرغه 🤲📿Happy Friday🤲📿*نبي کریم ﷺ وفرمایل؛ستاسو له غوره ورځو څخه جمعه ده،نو پر ما درود  ډېر ووایا...
13/02/2026

جمعه مبارک 🤲📿
جمعه مو نیکمرغه 🤲📿
Happy Friday🤲📿
*نبي کریم ﷺ وفرمایل؛
ستاسو له غوره ورځو څخه جمعه ده،نو پر ما درود ډېر ووایاست .




غاښ ته کله عصب‌کشي (Root Canal Treatment) ته اړتیا وي؟غاښ هغه وخت عصب‌کشي ته اړتیا پیدا کوي چې د غاښ عصب (Dental Pulp) پ...
06/02/2026

غاښ ته کله عصب‌کشي (Root Canal Treatment) ته اړتیا وي؟
غاښ هغه وخت عصب‌کشي ته اړتیا پیدا کوي چې د غاښ عصب (Dental Pulp) په جدي ډول زیانمن، التهاب‌لرونکی یا مړ شي. مهم علتونه یې دا دي:
ژور سوري (Deep Caries)
کله چې د غاښ سوري تر عصب پورې ورسېږي او باکتریا عصب زیانمن کړي.
شدید او دوامدار درد
په ځانګړي ډول:
درد چې په شپه کې زیات شي
د ګرم یا یخ شي سره اوږد درد پاتې شي
د غاښ حساسیت چې نه ختمېږي
د تودو، یخو یا خوږو شيانو سره درد چې ژر نه ورکېږي.
پړسوب یا ابسه (Dental Abscess)
د غاښ د ریښې په سر کې چرک، پړسوب یا ناسور جوړېدل.
د غاښ درنګ بدلیدل
غاښ خړ، تیاره یا ژیړ رنګ ته اوښتل (د عصب د مړینې نښه).
د غاښ ژور ضربه یا ماتېدل
حتی که سوري نه وي، خو ضربی عصب ته زیان رسولی وي.
په ایکس‌ری کې د ریښې ستونزه
لکه periapical radiolucency چې د عصب التهاب یا انتان ښيي.
لنډه پایله:
که مو غاښ شدید درد کوي، د یخ او ګرم سره حساس وي، پړسوب ولري یا رنګ یې بدل شوی وي—نو عصب‌کشي د غاښ د ژغورلو غوره لاره ده.
په وخت درملنه مو له درد او د غاښ له ایستلو ژغوري.

🦷 عصري درملنه | بې‌درده عصب‌کشي | باور وړ خدمت

0708183391
0766741000
زموږ له نوی ادرسه کندهار دریمه ناحیه باچاخان جاده نوی السادت درملتون.

یوازې د غاښونو برس کول ۶۰٪ غاښونه پاکوي او ۴۰٪ یې د غاښونو ترمنځ پاتې کېږي.د غاښونو برس کول یوازې هغه سطحي پاکوي چې ښکار...
29/01/2026

یوازې د غاښونو برس کول ۶۰٪ غاښونه پاکوي او ۴۰٪ یې د غاښونو ترمنځ پاتې کېږي.
د غاښونو برس کول یوازې هغه سطحي پاکوي چې ښکاري، خو د غاښونو ترمنځ داسې ځایونه شته چې هلته پلاک جمع کېږي او د لثو یا وریو وینه بهېدنه، بد بوی، او د غاښونو سوری کېدل رامنځته کوي.
د غاښونو تار (Dental Floss) دغه پټ ځایونه پاکوي او په راتلونکي کې د جدي ستونزو، د غاښونو سوری کېدو او د لثو یا وریو دناروغیو مخه نیسي.
برس کول د غاښونو د پاکوالي لپاره بسنه نه کوي؛ د خولې د ریښتینې روغتیا لپاره د غاښونو تار اړین دی.

ستاسو موسکا اوروغ صحت زموږ لومویتوب دی

Dr. Rahmatullah Mutaqi
Endodontic & Orthodontic Kabul Af
تماس او وتس اف 0708183391+0766741000

ادرس : کندهار دریمه ناحیه باچاخان جاده نوي السادت درملتون

سبا دغاښونو دښکلا اوتداوی مرکز🦷🥛 د غاښونو لپاره د شېدو ګټېشیدې د غاښونو د روغتیا لپاره له غوره څښاکونو څخه دي، ځکه چې:• ...
23/01/2026

سبا دغاښونو دښکلا اوتداوی مرکز
🦷🥛 د غاښونو لپاره د شېدو ګټې

شیدې د غاښونو د روغتیا لپاره له غوره څښاکونو څخه دي، ځکه چې:
• شیدې په کلسیم او فاسفورس بډایه دي، چې د غاښونو د مینا (Enamel) پیاوړتیا کې مرسته کوي او د غاښونو له خرابېدو مخنیوی کوي.
• د کازین پروټین لري؛ دا ماده د غاښ پر سطحه یو محافظتي پوښ جوړوي او د اسیدونو زیان کموي.
• لږه بوره لري او pH یې نږدې بې‌طرفه دی، نو د نورو خوږو مشروباتو برعکس د غاښونو مینا ته زیان نه رسوي.
• د ژامې د هډوکو په ټینګښت او د غاښونو په سالم ودې کې مرسته کوي، په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره ډېر مهم دي.
• د اسیدي موادو له استعمال وروسته د خولې چاپېریال متعادل کوي.
📌 یادونه: ساده شیدې او بې‌شکره شیدې تر ټولو ښه انتخاب دي؛ خو خوندورې شیدې (Flavored milk) د زیاتې بورې له امله د غاښونو لپاره زیانمنېدای شي.

تماس: 0708183391 +0766741000
له نوی ادرسه : دریمه ناحیه باچاخان جاده نوی السادت درملتون

خیرتیا: سبا دغاښونو دښکلا او تداوی مرکز له نوی ادرس څخه خپل خدمات بیا پیل کړلادرس:  دریمه ناحیه باچاخان جاده  دشین غزی ا...
21/01/2026

خیرتیا:
سبا دغاښونو دښکلا او تداوی مرکز له نوی ادرس څخه خپل خدمات بیا پیل کړل
ادرس: دریمه ناحیه باچاخان جاده دشین غزی اصحابی عمومی سړک نوی السادت درملتون

خبرتیا: سبا دغاښونو دښکلا او تداوی مرکز دځینو تخنیکي ستونزو له امله دلنډي مودې لپاره نشي کولاي  خپل کران هیواد والولپاره...
13/01/2026

خبرتیا:
سبا دغاښونو دښکلا او تداوی مرکز دځینو تخنیکي ستونزو له امله دلنډي مودې لپاره نشي کولاي خپل کران هیواد والولپاره دغاښونو دتداوی په برخه کی خدمات ترسره کړی چي دستونزو ترحل وروسته به بیاځلې خپل فعالیت ته دپخوا په شان ادامه ورکړی په درنښت

Address

Kandahar
S$333326

Opening Hours

Monday 09:00 - 20:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 12:00
Saturday 08:30 - 20:00
Sunday 08:30 - 20:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Saba Dental Beauty Center - سبا د غاښو د ښکلا مرکز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share