New Amani pharmacy نوي اماني درملتون

New Amani pharmacy نوي اماني درملتون Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from New Amani pharmacy نوي اماني درملتون, Medical and health, Kandahar.
(1)

ادرس کندهار دوراهی ملانقیب یا منار چوک
تماس شمیره ۰۷۰۸۳۶۳۸۳۰
نوی امانی درملتون ستاسو لپاره دبهر ملکو څخه دوا او دنسخی دوا راوړی او دګرانو هیوادوالو لپاره هر رنګه درمل موجود دی امانی درملتون یوازینی درملتون دی په کندهار کی چی شاوخوا ۱۱۰۰۰زره قلمه درمل لري

یو ځانګړی او حیرانوونکی د غوږونو پېچ (پلاستر)! 👂✨فکر کوم، په لومړي ځل لیدلو سره به یې حیران سئ او باور به مو نه کېږي چې ...
15/09/2026

یو ځانګړی او حیرانوونکی د غوږونو پېچ (پلاستر)! 👂✨
فکر کوم، په لومړي ځل لیدلو سره به یې حیران سئ او باور به مو نه کېږي چې دا کوچنی پېچ دومره ځانګړتیاوې ولري!
یو ځل یې وازمویئ، کېدای سي بیا یې هم وغواړئ! 🤩

✓ د غوږونو د زنګ او شور په کمولو کې مرسته کوي
✓ د غوږونو د نارامۍ په ارامولو کې مرسته کوي
✓ د غوږونو خارښت او ستړیا په کمولو کې مرسته کوي
✓ د اورېدنې د ستونزو لپاره د ملاتړ په توګه کارول کېږي
New Amani pharmacy نوي اماني درملتون
070 836 3830
#غوږ #اوریدل #پلاستر

د ويتامین سی   ټول محصولات په امانی درملتون کي ترلاسه کولای سئ!New Amani pharmacy نوي اماني درملتون د پوستکي د ساتنی ځان...
14/09/2026

د ويتامین سی ټول محصولات په امانی درملتون کي ترلاسه کولای سئ!
New Amani pharmacy نوي اماني درملتون
د پوستکي د ساتنی ځانګړی محصولات 😍
070 836 3830

که غواړئ قوي هډوکي، سالم غاښونه او فعال ژوند ولرئ، کلسیم او ویټامین D3 ستاسو د بدن لپاره مهم رول لري. کلسیم د هډوکو او غ...
14/09/2026

که غواړئ قوي هډوکي، سالم غاښونه او فعال ژوند ولرئ،
کلسیم او ویټامین D3 ستاسو د بدن لپاره مهم رول لري. کلسیم د هډوکو او غاښونو په جوړښت او ساتنه کې مرسته کوي، د عضلاتو او اعصابو د عادي فعالیت لپاره هم اړین دی، او ویټامین D3 د کلسیم په جذب کې مرسته کوي.

د NaturalCare Calcium + Vitamin D3 مکمل د کلسیم او ویټامین D3 سرچینه ده، چې د بدن د کلسیم اړتیا پوره کولو او د هډوکو د روغتیا په ساتلو کې مرسته کولی سي.
د عضلاتو دردونه اراموي💪
د هدوکو دردونه ختموي🦴
غاښونه مظبوطٙوي 🦷
070 836 3830
New Amani pharmacy نوي اماني درملتون

د غاښ درد پر وخت کی هیڅکله دا غلطې مکوی!⚠️🤚ځینې کسان ګولۍ ماتوي او د غاښ په سوری کې یې ږدي، خو دا کار غاښ او د خولې نسجو...
14/09/2026

د غاښ درد پر وخت کی هیڅکله دا غلطې مکوی!⚠️🤚
ځینې کسان ګولۍ ماتوي او د غاښ په سوری کې یې ږدي، خو دا کار غاښ او د خولې نسجونو ته زیان رسولی سي.🦷
که درد لرئ؟
خپل پر سر دوا مه ږدئ، ډاکټر ته مراجعه وکړئ.🦷
په نوی اماني درملتون کي تکړه او مجربه د غاښونو ډاکتره ناجیه رحمتی موجود ده
تاسو کولای سئ چی هره ورځ د ماځیګر د 4 بجو څخه د ماخستن تر 8 بجو پوری مراجعه وکړی
د هر ډول غاښونو علاج ترسره کیږی
زنانه مراجعینو په خدمت کي دشپږکلني کاری تجربی سره 👩‍⚕️✅️🦷

070 836 3830
New Amani pharmacy نوي اماني درملتون
#غاښونه #دغاښ #درد #دغاښونوپاملرنه #دغاښوډاکټره #کندهار #افغانستان

B7 German Shampo 🇩🇪ایا وېښتان مو تویېږي او ورځ تر بلې کمېږي؟یا مو د وېښتانو وده کمزورې ده، وېښتان مو نه غټېږي او د سر په...
13/09/2026

B7 German Shampo 🇩🇪
ایا وېښتان مو تویېږي او ورځ تر بلې کمېږي؟
یا مو د وېښتانو وده کمزورې ده، وېښتان مو نه غټېږي او د سر په ځینو برخو کې مو خاليګاوې پیدا سوېدي؟

موږ تاسو ته د جرمني هېواد بایوټین B7 شامپو درپېژنو؛ د وېښتانو د پاملرنې لپاره یو مناسب انتخاب دی ، تجربه سوي او امتحان سوي شامپو ده چي ریزلت ډیر ژر راوړی
○ د وېښتانو د پیاوړتیا او پاملرنې لپاره کارول کیدای سی
○ د وېښتانو د سالمې ودې په ملاتړ کې مرسته کوي
○ د کیفیت له پلوه لوړ او د بیې له پلوه مناسبه ده
نو که د وېښتانو د تویېدو او کمزورۍ له ستونزې سره مخ یاست، د مناسبې پاملرنې لپاره بایوټین B7 شامپو وکاروئ.

په بریتانیا کې د نږدې 980 زره کسانو یوې لویې څېړنې موندلې چې هغه خلک چې ډېری ګرم چای یا قهوه څښي، د مرۍ د یوه ځانګړي سرط...
13/09/2026

په بریتانیا کې د نږدې 980 زره کسانو یوې لویې څېړنې موندلې چې هغه خلک چې ډېری ګرم چای یا قهوه څښي، د مرۍ د یوه ځانګړي سرطان له لوړ خطر سره تړاو لري.
څېړنه وایي، د هغو کسانو په منځ کې چې چای یا قهوه یې ډېر ګرم خوښېږي، د خطر کچه تر درې برابره زیاته لیدل سوې. همدارنګه، هغه کسان چې په ورځ کې شپږ یا تر دې ډېر ګرم مشروبات څښي، شاوخوا ۷۱٪ زیات خطر ورسره تړلی و😳
ځکه ډېر ګرم مایعات د مرۍ نازک پوښ بیا بیا سوځوي او زیانمنوي. دا تکراري حرارتي زیان او التهاب ښايي د وخت په تېرېدو د حجرو د غیرطبیعي بدلون خطر زیات کړي.
خو مهمه خبره داده چې دا څېړنه یوازې اړیکه (Association) ښيي؛ لا دا نه ده ثابته سوې چې ډېر ګرم چای یا قهوه په مستقیم ډول سرطان پیدا کوي✅️
چای او قهوه مه پرېږدئ؛ یوازې دومره یې یخ کړئ چې خوله او ستونی ونه سوځوي.

یو کوچنی احتیاط، د مرۍ د روغتیا لپاره لوی ارزښت لرلای سي.

سرچینه: University of Oxford
#تحقیق #ریسرچ #څیړنه #معلومات

ایا خبر یاست چې په دغه بوتل کې د کوم طبیعي بوټي غوړي شامل دي او د څه هدف لپاره کارېږي؟د پروستات ناروغي پېژنئ او په اړه ی...
12/09/2026

ایا خبر یاست چې په دغه بوتل کې د کوم طبیعي بوټي غوړي شامل دي او د څه هدف لپاره کارېږي؟
د پروستات ناروغي پېژنئ او په اړه یې معلومات لرئ؟
دغه د کدو د تخم غوړي (Pumpkin Oil) د کومې ناروغۍ لپاره مؤثر علاج ګڼل کېږي؟

پروستات یوه ستونزه ده چې عموماً په زاړه عمر لرونکو کسانو کې د ادرار د غیر نورمال حالت او ستونزو لامل کېږي.
هغه کسان چې د پروستات ستونزه لري، د ادرار په برخه کې بېلابېلې ستونزې تجربه کوي. همدارنګه ځینې کسان د زړه او رګونو په برخه کې د درد، تکان او ستړیا احساس کوي، ویښتان یې کمزوري کېږي، تویېږي او وده یې کمه وي.
نو ځکه، Pumpkin Oil Softgel د نارینه‌وو د روغتیا لپاره یو طبیعي انتخاب ګڼل کېږي.
#عضلات #غوړی #ادراري #ناروغی

 !!  🇺🇲💯⬇️ ایرون (Iron) ګولۍ د بدن د اوسپنې کمښت پوره کوي. اوسپنه د بدن لپاره ډېره مهمه ماده ده، ځکه د هیموګلوبین په جوړ...
12/09/2026

!!
🇺🇲💯⬇️
ایرون (Iron) ګولۍ د بدن د اوسپنې کمښت پوره کوي. اوسپنه د بدن لپاره ډېره مهمه ماده ده، ځکه د هیموګلوبین په جوړولو کې مرسته کوي؛ هیموګلوبین بیا اکسیجن د وینې له لارې د بدن ټولو برخو ته رسوي.

کله چې په بدن کې اوسپنه کمه سي، انسان ممکن ستړی، کمزوری، بې‌حاله، سرګردانه او د ساه لنډۍ احساس وکړي او د وینې کم‌ خوني رامنځته کېدای سي. د اوسپنې ګولۍ د دې کمښت په پوره کولو او د هیموګلوبین په لوړولو کې مرسته کوي.
New Amani pharmacy نوي اماني درملتون
070 836 3830
#وینه #هیموګلوبین #ستړیا

هدوکي مو کمزوري دي؟د کار، وظیفې او حتی د لمانځه پر مهال د هډوکو او بندونو درد احساسوئ؟موږ درته د امریکا 🇺🇲 هیواد لوړ کیف...
11/09/2026

هدوکي مو کمزوري دي؟
د کار، وظیفې او حتی د لمانځه پر مهال د هډوکو او بندونو درد احساسوئ؟
موږ درته د امریکا 🇺🇲 هیواد لوړ کیفیت لرونکی ویټامین D3 راوړی دی، چې په یوه ډبي کې ۴۰۰ سپلمنټ دانې لري.
ویټامین D3 یوازې د هډوکو لپاره نه، بلکې نورې مهمې ګټې هم لري:

✅ د هډوکو او غاښونو پیاوړتیا
✅ د کلسیم جذب زیاتوي
✅ د عضلاتو او بندونو درد کمولو کې مرسته کوي
✅ د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي
✅ د ستړیا او کمزورۍ په کمولو کې مرسته کوي
✅ د ویټامین D د کمښت جبرانوي

همدا نن یې ترلاسه کړئ او خپل بدن ته ځواک او روغتیا ورکړئ.

💊 د فارمسیست مسلکي او مهمې دندې۱. د نسخې چک او د درملو سپارل: د ډاکټر د نسخې مطابق ناروغ ته سم او مناسب درمل ورکول.۲. د ...
11/09/2026

💊 د فارمسیست مسلکي او مهمې دندې

۱. د نسخې چک او د درملو سپارل: د ډاکټر د نسخې مطابق ناروغ ته سم او مناسب درمل ورکول.

۲. د استعمال د طریقې ښودل: ناروغ ته په واضح ډول ویل چې درمل څو ځله، څومره او په کوم وخت کې استعمال کړي.

۳. د درملو او عوارضو پېژندنه: د درملو د ګټو او احتمالي جانبي عوارضو په اړه ناروغ ته اړین معلومات ورکول.

۴. د درملو د تداخل څارنه: ډاډ ترلاسه کول چې یو درمل له بل درمل سره ناوړه تداخل ونه لري.

۵. د درملو د کیفیت او نېټې چک کول: د درملو د ختمېدو نېټه او فزیکي حالت په منظم ډول کتل.

۶. د درملو مناسبه ساتنه: درمل په مناسبه تودوخه، وچ او خوندي ځای کې ساتل.

۷. د پوښتنو ځوابول او مشوره: د درملو په اړه د ناروغانو پوښتنو ته په ساده او مسلکي ژبه ځواب ورکول.

۸. د درملتون تنظیم او مدیریت: درمل په منظم ډول په خپلو الماریو کې ترتیبول او د موجودو درملو منظم بررسي کول.

#فارمسیست #درملتون #روغتیا #نسخه #فارماسي #افغانستان

Address

Kandahar
3801

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when New Amani pharmacy نوي اماني درملتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share