حقانی روغتون Haqani hospital

Directions

حقانی روغتون Haqani hospital حقانی روغتون د میندو او کوچنیانو د صحت د پراختیا لپاره مجانی او نیمه مجانی خدمات وړاندی کوی. ادرس: دوهمه ناحیه، نورزو شاه برج چوک، حاجی عبدالله کارته مخکی

حضرت میا صاحب طبی تشخیصی مرکز              ( حقانی روغتون )
05/09/2026

حضرت میا صاحب طبی تشخیصی مرکز
( حقانی روغتون )

د حضرت میا صاحب طبي تشخیصي مرکز                    ( حقاني روغتون)ستاسو د کورنۍ روغتیا، زموږ تر ټولو لویه هیله! نسايي ول...
31/08/2026

د حضرت میا صاحب طبي تشخیصي مرکز
( حقاني روغتون)

ستاسو د کورنۍ روغتیا، زموږ تر ټولو لویه هیله!

نسايي ولادي څانګه ویاړي چې د مجربو ډاکټرانو او پرمختللو طبي وسایلو په درلودلو سره، د میندو او ماشومانو لپاره ۲۴ ساعته خدمات وړاندی کوي.

📍 پته: دوهمه ناحیه، نورزو شابرج، انصاري واټ، د حاجي عبدالله کارتې مخې ته.
📞 د اړیکې شمیره: [0700346021]

ستاسو روغتیا، زموږ مسؤلیت دی

17/06/2026

🔺ټول نارینه، په ځانګړي ډول خاوندان باید لاندې لارښوونې جدي ونیسي:

۱. د حیض پر مهال د مېرمنو وضعیت درک کړئ:
مېرمنې په دې ورځو کې د هورموني بدلون له امله له دردونو، سستي، بد‌مزاجۍ او ژور فشار سره مخ کېږي. ستاسو صبر، مهرباني او درک کولی سي دا ورځې ورته اسانه کړي.

۲. له جنسي غوښتنو ډډه وکړئ:
اسلام کې په حیض د ج**ع (جنسي اړیکې) کولو منع واضحه ده، دا چې د مېرمنې جسماني حالت دا ډول اړیکې نه سي زغملای. تاسو باید د دې وخت حرمت وساتئ.

۳. پاکۍ ته پام وکړئ:
مېرمنو ته زمینه برابره کړئ چې پاکې ټوټې یا صحي وسایل وکاروي. که اړتیا وي، د دا ډول وسایلو برابرول ستاسو مسوولیت هم دی.

۴. له اخلاقو ډک چلند وکړئ:
مهربان واوسئ، له سپکو خبرو یا فشار ورکولو ځان وساتئ.
دا وخت د احساساتو د ملاتړ او آرامتیا اړتیا ډېره وي.

۵. د بدن درد، سرخوږی، یا ژور احساسات درک کړئ:
ځینې نارینه د حیض پر مهال د ښځو بدلونونه بې‌ ځایه ګڼي، حال دا چې دا یو طبیعي حالت دی. د مېرمنو احساسات ومنئ او مرسته ورسره وکړئ.

۶. باور جوړ کړئ:
که مېرمن مو د دې وضعیت په اړه خبرې کوي یا مرسته غواړي، غوږ ورته ونیسئ، دا ستاسې تر ټولو لویه همکارۍ ده.

#یادونه: راځئ خپل کردار د پوهې، درک او مهربانۍ په رڼا روښانه کړو.!
حضرت میا صاحب طبی تشخیصی کرکز(حقانی روغتون)
🩸ادرس:دوهمه ناحیه نورزو شاه برج انصاری واټ حقانی
روغتون (د میرمنو او کوچنیانو روغتون)

ولې د حمل په پیل کې فولیک اسید مهم دی؟فولیک اسید یو مهم ویتامین دی چې د ماشوم د دماغ او نخاع د سالمې ودې لپاره ضروري دی....
30/03/2026

ولې د حمل په پیل کې فولیک اسید مهم دی؟
فولیک اسید یو مهم ویتامین دی چې د ماشوم د دماغ او نخاع د سالمې ودې لپاره ضروري دی. که د حمل په لومړیو میاشتو کې ونه خوړل شي، ماشوم کې ستونزې رامنځته کېدای شي.
د حمل مخکې او د لومړیو درې میاشتو په دوران کې هره ورځ فولیک اسید وخورئ. دا ساده کار کولی شي د ماشوم روغتیا وساتي.
نو که امیندوارې یاست، فولیک اسید مه هېروئ او خپل
ماشوم ته یوه صحتمند او خوندي پیل ورکړئ.

09/03/2026

د کارموندنی خبرتیا
حضرت میا صاحب طبی تشخیصی مرکز چی د میرمنو او کوچنیانو لپاره خدمات کوی
یو تن ښځینه دغاښو ډاکتری ته ضرورت لری
چی حد اقل یو کلنه کاری تجربه ولری
علاقه مندان کولای سی چی د حضرت میا صاحب طبی تشخیصی مرکز اداری ته مراجعه وکړی
ادرس :دوهمه ناحیه نورزو شا برج انصاری واټ حقانی روغتون
واتساپ:0705940588
0700312930

حضرت میا صاحب طبی تشخیصی مرکزچې د حقاني روغتون په نوم مشهور دی، د کندهار په کچه یو مخکښ روغتیايي مرکز دی. یاد روغتون د ن...
26/11/2025

حضرت میا صاحب طبی تشخیصی مرکز
چې د حقاني روغتون په نوم مشهور دی، د کندهار په کچه یو مخکښ روغتیايي مرکز دی. یاد روغتون د نسایي او ولادي ناروغیو په برخه کې ټول تخصصي خدمات د شپې او ورځې ۲۴ ساعته وړاندې کوي.

پته :دوهمه ناحیه، نورزو شاه برج، حقاني روغتون – کندهار

له امید سره یو نوی ژوند پیل کړئ – زموږ د مور او ماشوم ځانګړي خدمتونه ستاسو لپاره دي.موږ د امیدونو او خوښیو سره د مور او ...
23/05/2025

له امید سره یو نوی ژوند پیل کړئ – زموږ د مور او ماشوم ځانګړي خدمتونه ستاسو لپاره دي.
موږ د امیدونو او خوښیو سره د مور او ماشوم پاملرنه کوو.
حقانی روغتونOMH

📶د نوي زیږیدلي ماشوم لومړنۍ ژړا ډېره مهمه او حیاتي معنا لري، ⭕1. ✅ د ساه اخیستنې شروع: ژړا د دې علامه ده چې ماشوم ساه اخ...
26/04/2025

📶د نوي زیږیدلي ماشوم لومړنۍ ژړا ډېره مهمه او حیاتي معنا لري،

⭕1. ✅ د ساه اخیستنې شروع: ژړا د دې علامه ده چې ماشوم ساه اخیستل پیل کړل. دا د سږو د هوا ډکولو سبب کېږي.
⭕2. ✅ آکسیجن ته لاسرسی: د ژړا له لارې ماشوم خپل بدن ته آکسیجن رسوي، چې د مغز، زړه، او نورو اعضاو لپاره حیاتي دی.
⭕3. ✅ د تنفسي لارو پاکوالی: ژړا د ماشوم له سږو او ستوني څخه مایع او اضافي مواد وباسي.
⭕4. ✅ د عصبي سیسټم فعالیت: ژړا ښيي چې د ماشوم عصبي سیسټم فعال دی.
⭕5. ✅ د ژوند نښه: دا د ژوند کولو اساسي علامه ګڼل کېږي او د Apgar score (د ماشوم د روغتیا د ارزونې لپاره سکور) کې مهم رول لري.

👈که نوی زیږیدلی ماشوم ژړا و نه کړي، نو دا ستونزې رامنځته کولی شي:

⭕1.اکسیجن کمښت (Hypoxia):
بدن ته کافي اکسیجن نه رسیږي، چې دماغ، زړه او نور مهم ارګانونه زیانمنولی شي.
⭕2. دماغي زیان (Brain Damage):
د اکسیجن د سخت کمښت له امله د دماغ حجرو ته دایمي زیان رسېدای شي.
⭕3. د تنفس بندیدل (Respiratory Distress):
ماشوم نشي کولای په خپله ښه تنفس وکړي او ممکن د مصنوعي تنفس اړتیا پیدا کړي.
⭕4. د زړه ستونزې:
د ژړا نه شتون د زړه ضربان خرابوي او د وینې جریان اغېزمنوي.
⭕5.د مړینې خطر (Neonatal Death):
که ژر مرسته و نه شي، ماشوم د ژوند له خطر سره مخ کیږي.

⭕ که ماشوم ونه ژاړي، ژر طبي اقدامات باید وشي لکه:
➡️ د ساه اخیستلو هڅول
➡️ د هوا لاره پاکول
➡️ مصنوعي تنفس ورکول
(Neonatal resuscitation)

Address

Kandahar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when حقانی روغتون Haqani hospital posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share