Stori Pharmacy ستوری درملتون

Stori Pharmacy ستوری درملتون نورمو دخپلو ناروغیو درملنه په پوره باور اواطمنان سره په ستوری درملتون کی ترسره کړۍ🏥

دخرڅ دواخانهدغه  دواخانه دضرورت له وجهی خرڅوو  ښه فعاله دموقع ځای دی یوه دواخانه  اوبله معاینه خانه  ده چی دوه غټ دواکان...
06/01/2026

دخرڅ دواخانه
دغه دواخانه دضرورت له وجهی خرڅوو ښه فعاله دموقع ځای دی
یوه دواخانه اوبله معاینه خانه ده چی دوه غټ دواکانونه دی هر دوکان تشنابونه او اشپزخانی هم لری
ښه ډکه دواخانه ده پاکستانۍ هندۍ او ایرانی دواوی لری نور دضرورت شیان کاسمیټیک یی مکمله پوره دی
معاینه خانه یی هم دسامان څخه پوره ده لکه دمریز بیډ ډاکټر میز چوکۍ پرده. نبلایزر او میده سامان
دژوندی. اومړه برق سیسټم یی ۲۴ساعته فعاله دی
دوی غټی لوحی لری دډاکټراو قابلی کتنځایونه
پر ښه موقیعت دعمومی جادی پر غاړه نژ شا اوخوا بله دواخانه نسته ورته
قیمت یی دټوله سامان سره 260000 افغانۍ دی
که هر ورور یی غواړی پر واټساپ میسج وکړۍ
0700953513
ادرس لویه ویاله دنجیب نمری

*هغه خواړه چې د مور شیدې زیاتوي او د کمېدو لاملونه یې 😗📚 د مور شیدې زیاتونکي خواړه : د مور شیدې د ماشوم د روغتیا ، معافی...
13/11/2025

*هغه خواړه چې د مور شیدې زیاتوي او د کمېدو لاملونه یې 😗

📚 د مور شیدې زیاتونکي خواړه : د مور شیدې د ماشوم د روغتیا ، معافیت او وده لپاره خورا مهمې دي . ځینې ​​خواړه شته چې د شیدو تولید زیاتوي او د مور بدن ته ضروري تغذیه برابروي . دا خواړه عموماً " galactagogues " بلل کېږي .

📚 اوبه او مایعات : د بدن مناسب هایدرېشن ډېر مهم دی . مور باید هره ورځ کافي اندازه اوبه ، شیدې ، سوپ یا طبیعي جوسونه وڅښي ، ځکه وچ بدن د شیدو تولید کموي.

📚 شیدې او لبنیات : مستې ، شیدې ، پنیر او د لبنیاتو نور توکي د کلسیم او پروټین ښه سرچینې دي چې د شیدو کیفیت او اندازه ښه کوي .

📚 اوټس ( جواري دانې ) : اوټس د اوسپنې او فایبر بډایه سرچینه ده . د شیدو زیاتېدو لپاره ډېرې نرۍ او صحتمندې مورګانې دا د سهار له ناشتې سره خوري .

📚شنه سبزيجات : پالک ، میتې ، شوتلې ، بروکلي او نور سبزيجات د ویټامین A ، C او فولیک اسید ښه منبع ده چې د شیدو تولید زیاتوي .

📚سوپونه او شورواوې : د چرګ یا سبزیجاتو سوپ بدن ته انرژي او مایعات ورکوي ، چې دا هم د شیدو په زیاتېدو کې مرسته کوي .

⚠️ هغه عوامل چې د مور شیدې کموي :

📚 ستړیا او خوب نه کول : د خوب کموالی او رواني فشار د بدن هورموني توازن ګډوډوي ، چې د شیدو تولید کموي .

📚 کم خوراک او کم مایعات : که مور کافي تغذیه او اوبه ونه خوري ، بدن یې انرژي سپموي او شیدې نه تولیدوي .

📚 سګرټ ، چای او کافین زیات استعمال : کافین لرونکي څښاک ( چای ، قهوه ، ) د بدن د اوبو توازن خرابوي او شیدې کموي .

📚 د ماشوم لږ ځنډېدلی تی نیول : هر څومره چې ماشوم زیات تی ونیسي ، هماغومره بدن ته د شیدو تولید سیګنال زیاتېږي . که ماشوم لږ تی نیسي ، شیدې هم کمیږي .

📚 د هورموني یا درملو اغېزې : ځینې ​​درمل ، لکه د امیندوارۍ ضد ګولۍ ، د شیدو تولید راکموي .

✅ مور دې هره ورځ کافي استراحت وکړي ، متوازنه غذا وخوري او مایعات زیات استعمال کړي . ماشوم ته دې په منظم ډول تی ورکړي ، حتی که لږ شیدې هم وي . د فشار ، غم او ستړیا څخه ځان وساتي . که شیدې بیا هم کمې وي ، د ډاکټر یا تغذیه متخصص سره دې مشوره وکړي .

*ما دا معلومات تاسې سره نشر کړل ، تاسي یی هم مخته شیرکړی

 #د هغو ځوانانو لپاره معلومات چې اولاد یی نه کېږي پاملرنه » د ځوانانو د بې‌اولادۍ یا (Infertility )موضوع ډېره مهمه ده، ځ...
10/11/2025

#د هغو ځوانانو لپاره معلومات چې اولاد یی نه کېږي

پاملرنه » د ځوانانو د بې‌اولادۍ یا (Infertility )موضوع ډېره مهمه ده، ځکه ډېری کسان د شرم یا ناپوهۍ له امله وخت په وخت ډاکټر ته نه ځي، حال دا چې که وختي تشخیص وشي، ډېری ستونزې ښه درملنه لري.
راځئ دا موضوع په ساده او روښانه ډول تشریح کړو

#بې‌اولادي څه ته ویل کېږي؟
بې‌اولادي یا (Infertility) هغه حالت ته ویل کېږي چې یو واده شوی سړی او ښځه له یو کال منظمو اړیکو وروسته هم اولاد نه لري، که ښځه د امیندوارۍ کومه ستونزه ونه‌لري، نو بیا د سړي اړخ باید وڅېړل شي.

#سړی ولې بې‌اولاده کېدلای شي؟
د نارینه‌وو بې‌اولادي ډېر لاملونه لري، چې تر ټولو عام یې دا دي:
1. د سپرم (منی) ستونزې:سپرم کم وي (oligospermia)،سپرم بې‌حرکته یا ضعیف وي،سپرم غیر نورمال شکل ولري یا سپرم بالکل نه وي (azoospermia)
2. هورموني ستونزې:کله ناکله د بدن هورمونونه (لکه ټسټوسټیرون، LH، FSH) په سمه اندازه نه جوړېږي او د سپرم تولید کموي.
3. جراحي یا فزیکي ستونزې:د خصیو ټپ، ژوبله(زخم) یا (وریکوسیل) ،د سپرم د لېږد لارې بندیدل ،د خصیو نه راښکته کېدل په کوچنیوالي کې
4. ژوند طرز او روغتیایي عوامل:سګریټ، شراب، مخدره مواد،ډېر فشار یا رواني اضطراب،تودوخه (ګرمو جامو اغوستل)، او د وزن زیاتوالی یا ناسم خوراک یی هم مهم عاملونه دي .

#کوم معاینات (ټسټونه) باید وشي؟
هر سړی چې له واده یو کال وروسته هم اولاد نه لري، باید لاندې ازموینې وکړي:
1. د منی (سپرم) معاینه (Semen Analysis) دا تر ټولو مهم ټسټ دی. د سپرم شمېر، حرکت، بڼه او غلظت پکې معلومېږي.
2. د وینې ازموینې:هورموني ټسټونه: FSH، LH، Testosterone، Prolactin او کله ناکله د تايرايډ (TSH) معاینه هم اړینه وي.
3. د خصیو معاینه:د متخصص ډاکټر له‌خوا فزیکي معاینه کېږي، ترڅو د وریکوسیل، ټپ، یا نورو ستونزو معلومه شي.
4. الټراساؤنډ (Scrotal Ultrasound):که د خصیو یا سپرم لارو کې بندښت شک وي، دا ازموینه مرسته کوي.
5. نور تخصصي ټسټونه (که اړتیا وي):لکه Genetic Tests یا Biopsy of Te**is د هغو کسانو لپاره چې سپرم نه لري.

#درملنه (تداوي) څنګه کېږي؟
درملنه د علت له مخې ټاکل کېږي، خو عمومي لارې دا دي:
1. د ژوند طرز ښه کول:
• سګریټ، الکول او نشه پرېښودل
• سالم خوراک (ویټامین A، C، E، Zinc، Selenium لرونکي خواړه، فزیکي تمرین،د وزن کنټرول او ښه خوب او د فشار کمول

2. درملنه د هورمونونو له لارې:که د هورموني ستونزو له امله وي، ډاکټر د هورموني درملو (لکه HCG، FSH injections یا ټسټوسټیرون تنظیم) مشوره ورکوي.

3. جراحي درملنه:که د وریکوسیل یا بندې لارې ستونزه وي، د کوچني عملیات له لارې حل کېږي.

4. مرستندویه تولیدي لارې (Assisted Reproductive Techniques):که د طبیعي امیندوارۍ چانس کم وي، لاندې لارې کارېږي:
‏• IUI (Intrauterine Insemination) – سپرم مستقیماً د رحم دننه انتقالېږي.
‏• IVF (Test Tube Baby) – د ښځې هګۍ او د سړي سپرم په لابراتوار کې یوځای کېږي.
‏• ICSI (Intracytoplasmic S***m Injection) – یو سپرم په مستقیم ډول د هګۍ دننه اچول کېږي.

#نوټ :بې‌اولادي ډېری وخت درملنه لري، خو مهمه دا ده چې ډاکټر ته وختي مراجعه وشي.په خپل سر دوا ما خوزئ ځکه ډېر “د قدرت ګولۍ” یا “بوټي” سپرم زیانمنوي، او بله دا چه دواړه (مېړه او ښځه) باید یوځای معاینه شي، ځکه ستونزه یوازې د یوه کس نه وي.
معلومات درسره شیر کړئ د نورو معلوماتو لپاره پیج کې راسره ملګري شي مننه !!!!

🍂 د ناف(نوم) په اړه زړه راښکونکې معلومات:ناف د الله سبحانه و تعالی له لوري يوه ځانګړې ډال ده. د ۶۲ کلونو عمر لرونکی يو س...
24/09/2025

🍂 د ناف(نوم) په اړه زړه راښکونکې معلومات:

ناف د الله سبحانه و تعالی له لوري يوه ځانګړې ډال ده. د ۶۲ کلونو عمر لرونکی يو سړی د ښي سترګې په نظر کې ستونزه درلوده، په ځانګړي ډول د شپې لخوا يې نظر نور هم خرابېده. ډاکټرانو ورته وويل چې ستا سترګې روغې دي، يوازې يوه ستونزه شته، هغه دا چې هغه رګونه چې سترګو ته وينه رسوي، وچي شوي دي.

د ساينس له مخې، د انسان په بدن کې تر ټولو لومړی د ناف جوړېدل پيلېږي، بيا د يوې رشتې په وسيله له مور سره نښلي. له همدې کوچنۍ خو ځانګړې ډال څخه، چې په ظاهره يوه وړوکې برخه ده، ټول انسان جوړېږي. سبحان الله!

🍂 د ناف سوری يوه حيرانوونکې ځانګړتيا:

ساينس وايي، د انسان له مړينې وروسته درې ساعته د نافي دغه برخه لا هم ګرمه پاتې کېږي. لامل يې دا دی چې ماشوم له همدې لارې د مور له بدنه خواړه اخلي. ماشوم په بشپړ ډول په ۲۷۰ ورځو (۹ مياشتو) کې جوړېږي. همدا وجه ده چې زموږ ټول رګونه له همدې ځایه نښتي دي او خپله ځانګړې ژوندانه ځانګړتيا لري. د ناف تر شا د "پيچوټي" په نوم يوه برخه ده چې شاوخوا ۷۲ زره رګونه پکې موجود دي.

🍂 درملنه:

که سترګې وچې شي يا نظر خراب شي،

ځيګر سم کار ونه کړي،

پښې يا شونډې وچې او چاودې شي،

د مخ روښانولو لپاره،

د وېښتانو د ځلولو لپاره،

د زنګون درد، سستي، د بندونو درد، د پوستکي وچوالی –

🍂 د درملنې طريقه:

د سترګو وچوالي، د نظر خرابوالي، د پوستکي او وېښتانو لپاره: هره شپه د خوب نه مخکې د خالص کليوالي غوځ غوړي يا د ناریل يا موټري تيل درې څاڅکي د ناف سوری ته واچوئ او شاوخوا د ۱.۵ انچه په اندازه يې شاوخوا ښه وموښئ.

د زنګون درد لپاره: د ارنډ غوړي درې څاڅکي د ناف سوری ته واچوئ او شاوخوا يې هم وموښئ، لکه څنګه چې پورته ياد شول.

د سستۍ، کپکپۍ، د بندونو درد او د پوستکي وچوالي لپاره: د شړشم غوړي درې څاڅکي د همدې طريقې له مخې وکاروئ.

🍂 ولې په ناف سوری کې غوړي واچول شي؟

الله تعالی په ناف کې داسې ځانګړتيا ايښې ده چې که د بدن کومه رګ وچه شي، د نافي له لارې غوړي ورته رسېږي او هغه بېرته فعاله کېږي.

که د ماشوم نس درد وکړي، هينګ په اوبو او غوړیو کې ګډ کړئ او د نافي شاوخوا يې وموښئ، په څو دقيقو کې به د الله په فضل آرام شي.

🍂 د فشار کمولو لپاره په نافي کې:

د پياز اوبه (۲۰ ګرامه) + د زيتون غوړي (نيم پاؤ) سره وسوځوئ، بيا يې د نافي دننه او بهر موښل د ستونزې حل ګرځي.

🍂 د غوږ لپاره:

که په غوږونو کې د "ټنګ ټونګ" غږ راځي، نو په ۵۰ ګرامه د شړشم تيل کې دوه دانه د هرمل تخم وځپل شي او د ۱۵ ورځو لپاره د ناف سوری ته ولګول شي، ان شاءالله دا ستونزه ختمېږي.

🍂 د اورېدنې د پياوړتيا لپاره:

که د اورېدنې کمزوري وي، په ۵۰ ګرامه د شړشم تيلو کې ۲۰ ګرامه دارچيني وسوځول شي، بيا هغه غوړي په ناف کې لګول د اورېدنې ځواک زياتوي.

🍂 د نس د پړسوب لپاره:

په ۵۰ ګرامه د شړشم غوړي کې ۲۰ ګرامه د کلونجي غوړي ګډ کړئ، لږ يې تود کړئ، بيا سوړ کړئ او په ناف کې يې ولګوئ. په دوو مياشتو کې نس کنټرول کېږي.

دا يو قوي قبض کشا نسخه ده. که د لمبا وروسته د زيتون غوړي په نافي کې وموښل شي، نو نه يوازې قبض ختمېږي، بلکې الرجۍ او زکام هم نه راځي.

د لا ډيرو معلوماتو لپاره لاندي صفحی ته سر ورښکاره کړي

که هره شپه لږ شمېر لونګ (۴–۵ دانې) په یوه ګیلاس شيدو کې واچوئ، پریږدئ چې تر سهاره پورې پاتې شي، او بیا سهار یوازې شيدې و...
11/09/2025

که هره شپه لږ شمېر لونګ (۴–۵ دانې) په یوه ګیلاس شيدو کې واچوئ، پریږدئ چې تر سهاره پورې پاتې شي، او بیا سهار یوازې شيدې وڅښئ؛ لاندې ناروغيو درملنه کوي 👇

– د جنسي کمزورۍ ښه کېدل،
– د روماتیزم او هډوکو دردونو کمښت
– د سترګو دید پیاوړتیا
– د معدې ګاز او هضم ښه کول
– د ستونې درد او التهاب کمول
– د بواسیر درملنه کي کمک کوي
– د مثانې پاکوالی
– د بلغم، زکام او سا بندۍ لپاره فایده
– د حافظې پیاوړتیا
– د پوستکي د ناروغیو ښه کول
– د غاښونو درد او کمزورۍ درملنه
– د رواني فشار او افسردګۍ کمښت
هدف مي د دې غریبې ټولنې سره مرسته کول دي او له تاسو څخه مې هیله ده چې ما درسره په خپلو دعاګانو کې یاد ساتۍ ، ستاسو دعاګانې زما لپاره هر څه دي .معلومات درسره شیر کړئ! مننه 🥀💯

> *که غواړئ چې همدا رقم پوستونه درته ډېر نشر کړم ، تائید لپاره لائیک 👍 یا زړه ❤ ستیکر وکاروئ .*

 #خپل ماشومان مو له معیوبیت وساتئ په ماشومانو کې د عضلي (Intramuscular – IM) ستن د ورکولو لپاره  دې عکس کې چه لیدل کیږی ...
11/09/2025

#خپل ماشومان مو له معیوبیت وساتئ
په ماشومانو کې د عضلي (Intramuscular – IM) ستن د ورکولو لپاره دې عکس کې چه لیدل کیږی ترټولو خوندي ځای دی ، ځکه اعصاب او لوی رګونه دلته کم دي ،لکه څرنګه چه پدې عکس کې لیدل کیږی او دایی په درۍ برخو ویشلای چه منځينئ برخه یی د ستنو لپاره خوندي ځای دی نو باید د ستنو اوږدوالی او دوز د ماشوم عمر او وزن ته مناسب وټاکل شي
#مهم یادښتونه
‏Vastus lateralis کې د ماشومانو لپاره تر ټولو خوندي ځای دی
۲-په ماشومانو کې ډېر غټ دوز مه ورکوئ؛ که دوز زیات وي، باید په څو ستنو کې وویشل شي.
۳- د دوز دقیق اندازه باید د درمل د ډول او د ماشوم د وزن سره سم د ډاکټر لخوا وټاکل شي.
۴-د ملا برخه (gluteal muscle) تر هغه وخته کارول نه کېږي څو ماشوم لږ تر لږه ۳ کلن نه
لاندې عکس کې د ستنې سایز د ماشومانو د عمر مطابق ښودل

Stori Pharmacy ستوری درملتون

ایا تاسو پوهیږئ؟ستاسو احساسات یوازې ستاسو په مزاج اغیزه نه کوي - دوی مستقیم ستاسو د بدن پر روغتیا اغیزه کوي.😟 اندیښنه → ...
30/08/2025

ایا تاسو پوهیږئ؟
ستاسو احساسات یوازې ستاسو په مزاج اغیزه نه کوي - دوی مستقیم ستاسو د بدن پر روغتیا اغیزه کوي.
😟 اندیښنه → معده
دوامداره اندیښنه د معدې تیزاب زیاتوي، چې د بد هضمۍ، پړسوب یا زخم لامل کیږي.
😨 ویره → پښتورګي
اوږدمهاله ویره یا اندیښنه کولی شي د پښتورګو فعالیت ګډوډ کړي او ستاسو د بدن انرژي زیرمې وچې کړي.
😡 غوسه → ځیګر
پرله پسې غوسه په ځیګر فشار راوړي، کوم چې ستاسو د بدن د زهري کولو او د وینې پاک ساتلو لپاره خورا مهم دی.
😢 غم → سږي
ژوره خواشیني کولی شي سږي کمزوري کړي، تنفس سخت کړي او د اکسیجن مصرف کم کړي.
😫 فشار → زړه او دماغ
دوامداره فشار د وینې فشار لوړوي، زړه فشاروي، او ذهني وضاحت کموي.
✨ لنډیز: د ذهن، تمرین او صحي عادتونو سره د احساساتو اداره کول ذهن او بدن دواړه پیاوړي کوي.

دنوروګټورو معلوماتو لپاره لاندی صحه فالوکړی
Stori Pharmacy ستوری درملتون. Fowllo

په ګرمو ورځو کې چې د تودوخې درجه لوړه شي، نو د تندې احساس هم ډېر زياتېږي. څېړنو ثابته کړې ده چې تنده نېغ په نېغه له ځیګر...
21/07/2025

په ګرمو ورځو کې چې د تودوخې درجه لوړه شي، نو د تندې احساس هم ډېر زياتېږي. څېړنو ثابته کړې ده چې تنده نېغ په نېغه له ځیګر سره تړاو لري.
کله چې يو څوک يو دم ډيري زيات اوبه وڅښي، نو دغه اوبه ناڅاپي پر جګر پرېوځي، چې له امله يې جګر ته زيان رسېږي، او په اوږده موده کې دا کار د جګر د راټولېدو يا د خرابیدو سبب ګرځي.

خو که اوبه په درې ځله وقفه سره وڅښل سي، نو لومړی غړپ جګر ته خبر ورکوي چې اوبه را روانې دي، نو جګر خپل حالت نرموي او ځان چمتو کوي، چې له امله يې د زيان خطر له منځه ځي.

دا هغه خبره ده چې ننني ساينس تازه کشف کړې ده، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم دا څوارلس سوه کاله وړاندې موږ ته ښوولې ده چې اوبه دې په درو وقفو وڅښل سي.

دا کار يوازې طبي ګټه نه لري، بلکې يو خوږ سنت هم دی. رښتيا هم، اسلام يو بشپړ او له حکمته ډک دين دی، او د رسول الله ﷺ سنتونه يوازې روحاني لارښوونې نه دي، بلکې د جسمي صحت لپاره هم غوره لارښود دي.

الله دې موږ ته توفيق راکړي چې د رسول الله ﷺ سنتونه په خپلو ژوندونو کې عملي کړو. آمين.!

Stori Pharmacy ستوری درملتون

قدرمنو خويندو وروڼو! دا ضروري پیغام هری کورني ته ورسوئ! ممکن ډيري غريبي کورنئ دي معلوماتو ته سخته اړتیا ولري!ستاسي هره و...
27/06/2025

قدرمنو خويندو وروڼو!
دا ضروري پیغام هری کورني ته ورسوئ! ممکن ډيري
غريبي کورنئ دي معلوماتو ته سخته اړتیا ولري!

ستاسي هره ورځ یوه افغانۍ مصرف، ستاسي ماشومان له خطرناکو او ځورونکو ناروغیو ژغورې! کوم ماشوم چي تاسې ته انځور کي ښکاري .

- ښځې باید د حمل نه لږ تر لږه یوه یا دوه میاشتې مخکې او د حمل په لومړیو دریو میاشتو کې هره ورځ ۴mg فوليک اسيد واخلي،
چي ډير کم قيمت لري .

ماشوم او مور د پاره ګټي!
- دا ساده ګام ستاسو ماشوم د دماغ [سر غټيډو] او د ملا خطرناکو ځورونکو پیدایشي ناروغيو څخه ژغوري – دا هغه خرابۍ دي چې د ماشوم دماغ، وجود یا حرکت دايمي معيوبيت سبب کېږي، چي ډير ځورونکي وي، ډير وخت وژونکي هم وي .

❗ د فوليک اسيد نشتوالی د یو ډول خطرناک کم خوني لامل هم کېږي،
دا ناروغي بدن کمزوری کوي او د ناروغیو پر وړاندې مقاومت کموي.

فوليک اسيد له لاندې طبيعي خوراکونو هم ترلاسه کولی شئ:
🥬 شنې پاڼې لرونکي سبزيجات (لکه پالک)
🍊 تازه مېوې (لکه مالټه، کیله)
🥩 د غوا یا پسې ینه، پښتورګې

Stori Pharmacy ستوری درملتون

Address

Kandahar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Stori Pharmacy ستوری درملتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share