Medical Information طبي معلومات

Medical Information طبي معلومات Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Medical Information طبي معلومات, Pharmacy / Drugstore, Khost city, Khost.

 #ایا په رښتیا ناف «نوم» بې ځایه کیږي ، که دا يوازې یو ناسم باور دی؟ #ډاکټر رحمن ملکزوئ ډېری وخت چې څوک دروند وزن پورته ...
28/08/2026

#ایا په رښتیا ناف «نوم» بې ځایه کیږي ، که دا يوازې یو ناسم باور دی؟
#ډاکټر رحمن ملکزوئ
ډېری وخت چې څوک دروند وزن پورته کړي، سخت زور ووهي، یا یې په ګېډه کې درد پیدا شي، سمدستي وایي: «نوم مې بې ځایه ده، باید بېرته ځای ته راوړل شي!»
پخوانی خلک څه چه ما هم پدې باور لره چه نوم بې ځایه کیږي، کله چخ ماشوم وم او تراوسه شاید ډیر کسان سره موافق هم نشی ...
خو راځئ دا کیسه په ساده او مسلکي توګه داسې وڅېړو چې اصل حقیقت روښانه شي:
#د نوم اصل حقیقت او دنده:
نوم یوازې هغه وخت فعاله او په کار وي چې ماشوم د مور په رحم کې وي. له همدې لارې ماشوم ته خواړه، اکسیجن او وینه رسېږي. کله چې ماشوم پیدا شي، دا لاره غوڅېږي، وچېږي او د تل لپاره بې کاره او تړل کېږي.

#ایا نوم حرکت کولای شي؟
هیڅکله نه! نو د کولمو په شان نه ده چې یو او بل لوري ته واوړي راواوړي. دا د نس پر دیوال پورې یوه پر ځای ولاړه او وچه شوې غوټه ده. له طبي پلوه بالکل ناممکنه ده چې نوم (ناف)له خپل موقیعت څخه بې‌ځایه شي.
#بیا ولې له مساج سره سړی ارامېږي؟
کله چې تاسو درانه کارونه کوئ یا زورونه وهئ، د ګېډې عضلات شخېږي او فشار ورباندې راځي چې له امله یې دردونه پیدا کېږي. کله چې په ګېډه مساج وشي، دا شخ شوي عضلات بېرته نرمېږي او سړی د ښه والي احساس کوي. دا په دې معنی نه ده چې نوم بې‌ځایه شوې وه او بېرته ځای ته راغله، بلکې یوازې د ګېډې عضلات له شخوالي خلاص شول.
#پوښتنه: که د «نوم وتل» په رښتیا یوه ناروغي وای، نو د نړۍ په نورو هېوادونو کې به هم موجوده وای او طب به هم ثابته کړې وای. که له چا وپوښتئ چې «دا د نوم وتل او بېرته ځای ته راوستل په کوم طبي کتاب کې لیکل شوي؟» هېڅکله به درته ځواب ورنه‌کړای شي، ځکه دا مفکوره په هېڅ کتاب کې وجود نه لري.
کله چې یو څوک دروند کار وکړي، د ګېډې عضلات یې درد کوي، نه دا چې نوم یې بې ځایه شوی!

#تاسو څه فکر کوئ؟
ستاسو په سیمه کې خلک د ګېډې د دردونو او د نوم د لوېدو لپاره کومې عجیبې او غریبې درملنې کوي، او ایا کله مو له داسې چا وپوښتل چې دا طریقه یې په کوم کتاب کې لوستې ده؟ خپلې تجربې په کمنټونو کې راسره شریکې کړئ!
c

اضطراب (Anxiety) څه شی دی او څنګه یې مهار کړو؟📌 ایا تل بې ځایه تشویش کوئ او زړه مو بې کاره درزیږي؟ د اضطراب نښې او حل لا...
06/06/2026

اضطراب (Anxiety) څه شی دی او څنګه یې مهار کړو؟

📌 ایا تل بې ځایه تشویش کوئ او زړه مو بې کاره درزیږي؟ د اضطراب نښې او حل لارې وپېژنئ!

اضطراب یا دوامداره ذهني ناارامي یوازې یو ساده تشویش نه دی، بلکې یو داسې رواني حالت دی چې که پر وخت کنټرول نشي، د انسان پر فزیکي روغتیا، کار او ورځني ژوند خورا بد اغېز کوي.

🚨 د اضطراب او شدید تشویش عامې نښې:

ذهني نښې: د تل لپاره د بدو پېښو تمه لرل، بې ځایه وېره، د تمرکز کموالی او پرله پسې منفي فکرونه.

فزیکي نښې: د زړه تېزه درزا (تپش)، د لاسونو لړزه، د عضلاتو کلکوالی، د خولې کېدل، او د ستوني د وچېدو احساس.

د خوب خرابوالی: په سختۍ سره خوب راتلل او یا د شپې له خوا په وېره او تشویش سره له خوبه راویښېدل.

د هضم ستونزې: د اضطراب له امله د معدې درد، پړسوب (ګاز) او یا د اشتها کمېدل.

✅ د اضطراب د کمولو او مهارولو ۵ علمي لارې:

🌬️ د ژورې ساه اخیستلو تمرین (Deep Breathing): کله چې د اضطراب احساس کوئ، د ۴ ثانیو لپاره ژوره ساه واخلئ، ۴ ثانیې یې په سینه کې وساتئ او بیا یې په ۴ ثانیو کې ورو وباسئ. دا کار دماغ ته ارامي ورکوي.

🚫 د کافي (کیفین) او سګرټو کمول: د چای، قهوې او د انرژي لرونکو مشروباتو ډېر کارول د زړه درزا تېزوي او په مستقیم ډول اضطراب زیاتوي.

🏃‍♂️ منظم فزیکي فعالیت: هره ورځ لږترلږه ۲۰ دقیقې پیاده تګ یا منډه د بدن د خوښۍ هورمونونه (ایمډورفین) افرازوي چې د ذهني فشار په کمولو کې مرسته کوي.

🧠 د منفي فکرونو ننګول: کله چې یو منفي فکر درځي، له ځانه وپوښتئ: "ایا دا فکر رښتیا دی که زما یوازې یو وهم دی؟" خپل ذهن په اوسني وخت (حال) کې وساتئ.

🛌 کافي او منظم خوب: د شپې له خوا له ۷ څخه تر ۸ ساعتونو پورې خوب د اعصابو په بیا رغونه او د رواني ارامۍ په راوستلو کې خورا مهم رول لري.

💡 مهمه یادونه: که ستاسو اضطراب د څو اونیو لپاره دوام وکړي او ستاسو ورځنی ژوند ګډوډ کړي، نو پکار ده چې له یو متخصص ډاکټر یا روانپوه (Psychologist) سره مشوره وکړئ.

💬 تاسو کله چې له تشویش سره مخ کېږئ، د زړه د ارامولو لپاره څه کوئ؟ خپل نظر راسره شریک کړئ.
👨‍⚕️ ډاکټر بخت الله بختیار —کاپي

آیا پیریان پر انسان کښیناستلای شي؟دا هغه پوښتنه ده چې زموږ په ټولنه کې یې ډېرې کیسې او باورونه شته؛ څوک وایي فلانی پیری ...
04/06/2026

آیا پیریان پر انسان کښیناستلای شي؟
دا هغه پوښتنه ده چې زموږ په ټولنه کې یې ډېرې کیسې او باورونه شته؛ څوک وایي فلانی پیری لري، څوک وایي پیریان یې ایستلي، او څوک بیا د قبضې خبرې کوي. خو که رښتیا یې وڅېړو، نو باید #قرآن کریم ته مراجعه وکړو.
قرآن کریم څرګندوي چې شیطان د جناتو له ډلې څخه و، او بل ځای وایي چې شیطان پر انسان هېڅ جبري زور نه لري، یوازې وسوسه ور اچوي او بلنه ورکوي.
نو که شیطان خپله د پیریانو له ډلې څخه وي او له وسوسې پرته بل واک ونه لري، نو ښکاري چې پیریان هم پر انسان هېڅ داسې زور نه لري چې په جبر پرې مسلط شي. د وسوسې خبره خو په سورت الجن کې هم راځي.
پاتې هغه خبرې چې د پیریانو د کښیناستلو په نوم کېږي، ډېر وخت یا خرافات وي، یا هم پیرانو او باباګامو خپل پیسو او ګټی لپاره جوړی کړی دي.
او کومې پېښې چې خلکو پیریانو ته منسوبوي، ډېرې یې د عصبي او ذهني ناروغیو له امله وي، لکه مرګي او نور ورته حالات.
د طب له نظره هم دا څرګنده ده چې که د انسان په اعصابو کې ګډوډي راشي، نو هغه داسې شیان ویني او احساسوي چې په حقیقت کې وجود نه لري.

سورة الکهف 18:50
كَانَ مِنَ الْجِنِّ
هغه (ابلیس) د جناتو له ډلې څخه و.

سورة ابراهیم 14:22
وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطَانٍ إِلَّا أَنْ دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي
«ما پر تاسو هېڅ واک نه درلود، یوازې مې تاسو ته بلنه درکړه او تاسو زما بلنه ومنله.»

لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ«بېشکه موږ انسان په ډېر ښه (او غوره) جوړښت کې پیدا کړی دی.»د نامه تار...
22/05/2026

لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ
«بېشکه موږ انسان په ډېر ښه (او غوره) جوړښت کې پیدا کړی دی.»

د نامه تار (امبلیکل کارډ) چې د امیندوارۍ پر مهال مور او ماشوم سره نښلوي. دا نالۍ ماشوم ته اکسیجن او تغذیه (خوراکي توکي) ورکوي، او د ماشوم فاضله مواد بېرته د مور بدن ته لېږدوي. په دې کې یو رګ او دوه شریانونه وي.

🩸 د ویټامین K کموالی څه ستونزې جوړوي؟ 😳ویټامین K د وینې د ټینګېدو (د وینې بندېدو) او د هډوکو د روغتیا لپاره ډېر مهم دی. ...
20/05/2026

🩸 د ویټامین K کموالی څه ستونزې جوړوي؟ 😳
ویټامین K د وینې د ټینګېدو (د وینې بندېدو) او د هډوکو د روغتیا لپاره ډېر مهم دی. که دا ویټامین کم شي، نو د وینې بهېدلو او د بدن د ټپونو د ناوخته جوړېدو ستونزې رامنځته کېدای شي.
━━━━━━━━━━━━━━
⚠️ د ویټامین K د کموالي نښې
🌿 سپکې او منځنۍ نښې:
🟢 په اسانه د بدن شینوالی یا داغونه جوړېدل
🩸 د غاښونو له غوښو وینه راتلل
👃 د پوزې تکراري وینه
🩹 د زخمونو ناوخته رغېدل
━━━━━━━━━━━━━━
🚨 خطرناکې نښې:
🩸 داخلي وینه بهېدنه
🚽 په بولي یا غایطه کې وینه
🩸 د ښځو د حیض ډېره وینه
⚠️ د کوچني ټپ وروسته غیر عادي وینه
━━━━━━━━━━━━━━
💡 څنګه مخنیوی وکړو؟
✅ هره ورځ شنې سبزۍ خوړل
✅ متوازن او متنوع خواړه
✅ د کولمو او ځیګر ناروغیو درملنه
✅ د ډاکټر له مشورې پرته د اوږدې مودې لپاره انټي‌بیوټیک نه استعمالول
✅ که د وینې رقیقوونکي درمل کاروئ، منظم طبي معاینات کول
━━━━━━━━━━━━━━
🥦 کوم خواړه ویټامین K لري؟
🌿 ویټامین K1 (تر ټولو مشهور ډول)
🥬 پالک 🥬 کرم/کبۍ 🥦 بروکلي 🥗 کاهو 🌿 جعفري 🌿 دڼیا
━━━━━━━━━━━━━━
🍳 ویټامین K2
🧀 پنیر 🥚 د هګۍ ژېړ 🍖 ځیګر 🥩 غوښه 🥣 تخمیر شوي خواړه
━━━━━━━━━━━━━━
⚠️ مهمه یادونه:
د ډاکټر له مشورې پرته د ویټامین K مکملونه مه استعمالوئ، په ځانګړي ډول که د وینې رقیقوونکي درمل کاروئ.
━━━━━━━━━━━━━━
🩺 یادونه: دا معلومات یوازې د عامې پوهاوي لپاره دي او طبي تشخیص نه ګڼل کېږي. که دا نښې لرئ، د متخصص ډاکټر سره مشوره وکړئ.

په انګلیسي کې دغه بوټی w**d نومیږي او په پښتو کې د “w**d” لپاره مناسبې اصطلاحګانې دا دي: 1. اوبه‌خور واښه – هغه واښه چې ...
26/02/2025

په انګلیسي کې دغه بوټی w**d نومیږي او په پښتو کې د “w**d” لپاره مناسبې اصطلاحګانې دا دي:
1. اوبه‌خور واښه – هغه واښه چې په کروندو کې بې‌اجازې زرغونیږي.
2. خوسا بوټي – نا مطلوب او بې‌ګټې بوټي.
3. ځانځاني واښه – هغه بوټي چې طبیعي توګه راټوکیږي، خو کروندګرو ته تاوان رسوي.
4. وحشي بوټي – هغه نباتات چې خپل‌سري وده کوي.
دا ډول بوټي اکثر کروندګرو ته ستونزې جوړوي، ځکه چې د کرنیزو بوټو سره د اوبو، غذایي موادو او ځای سیالي کوي خو مونږ ددې بوټي له ګټو خبر نه یوو.
هو، دا بوټی چې مونږ یې د بروو ورور په نوم هم پېژنوو په ټوله نړۍ کې موندل کیږي، او که څه هم اکثر کروندګر یې د زیانمنو واښو (Weeds) په نوم پیژني، خو دا ځینې ګټې هم لري.
1. طبي ګټې:
• دا واښه طبیعي درملو کې کارول کیږي، ځکه چې د التهاب ضد (anti-inflammatory)، د وینې پاکولو، او د هاضمې د ښه کولو ځانګړتیاوې لري.
• د وینې فشار تنظیموي او د ساه بندۍ (Asthma) په درملنه کې هم کارول کیږي.
• د چای په بڼه: ځینې خلک یې د چای په بڼه د بدن د زهرجنو موادو پاکولو (detox) لپاره څښي.
2. د حیواناتو لپاره:
• دا واښه د غواګانو، پسونو او نورو څارويو لپاره ښه خوراکي بوټی دی.
3. په کرنه کې:
• د خاورې ساتنه کې مرسته کوي، ځکه چې دا ژورې ریښې لري، او د اوبو جذبولو وړتیا یې زیاته ده.
• د ځمکې د تخریب او د باد له امله د خاورو د وړلو مخنیوی کوي.

5. زیانونه:
• که باغوانان یې کنټرول نه کړي، نو دا ډېر ژر پراخیږي او د نورو بوټو د ودې مخه نیسي.
• په کروندو کې د غنمو، جوارو، او نورو کرنیزو بوټو سیال ګرځي او حاصل کموي.

پایله:
که څه هم دا اکثره خلک د اوبه‌خور واښه ګڼي، خو طبی او روغتیایي ګټې هم لري، او په ځینو سیمو کې یې د چای په بڼه هم کاروي.

Address

Khost City
Khost
2501

Opening Hours

Monday 07:30 - 16:30
Tuesday 07:30 - 16:30
Wednesday 07:30 - 16:30
Thursday 07:30 - 16:30
Saturday 07:30 - 16:30
Sunday 07:30 - 16:30

Telephone

+93777809057

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical Information طبي معلومات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Medical Information طبي معلومات:

Shortcuts

Share