Saidi Oral & Dental Care سعيدي د غاښونو تداوۍ معیاري مرکز

  • Home
  • Afghanistan
  • Khost
  • Saidi Oral & Dental Care سعيدي د غاښونو تداوۍ معیاري مرکز

Saidi Oral & Dental Care سعيدي د غاښونو تداوۍ معیاري مرکز مونږ ناروغان د خپلې کورنۍ په شان تداوي کوو. We Treat Patients Like our family .

ستاسو د خولې د حفظ الصحې ساتلو سم ترتيب څه ډول دی؟
31/05/2026

ستاسو د خولې د حفظ الصحې ساتلو سم ترتيب څه ډول دی؟

🦷 د محترمو ناروغانو او د غاښونو روغتیا ته د پاملرنې کوونکو د پام وړ!  څرنګه چې د لوی اختر رخصتۍ پای ته رسېدلې، نو سعيدي ...
30/05/2026

🦷 د محترمو ناروغانو او د غاښونو روغتیا ته د پاملرنې کوونکو د پام وړ!

څرنګه چې د لوی اختر رخصتۍ پای ته رسېدلې، نو سعيدي د غاښونو تداوۍ معياري مرکز سر له يکشنبې ورځې بېرته د خپلو محترمو ناروغانو په خدمت کې دی.

زموږ مسلکي ټیم د غاښونو د روغتیا، ښکلا او معیاري تداوۍ په موخه، د عصري وسایلو او نړیوالو اصولو مطابق خدمتونه وړاندې کوي.

🦷 زموږ خدمات:
• د غاښونو عمومي معاينه
• د وريو (Gums) درملنه
• وړيا ډيجيټل ایکسرې
• د غاښونو ډکول (Filling)
• عصب‌کشي (RCT)
• سکېلينګ او د غاښونو سپينول (Scaling & Whitening)
• د غاښونو امپلانټ (Dental Implant)
• د غاښونو منظم کول (Orthodontics)
• د غاښونو ښکلايي پوښونه (Zirconium / CAD-CAM Crowns)

پته: نوی زرګرانو لین، بابا کرخېل پلازه – خوست ښار
📞 اړیکې:
0777616738
0777054462

Saidi Oral and Dental Clinic
ستاسو موسکا، زموږ لومړيتوب 🦷✨

د نيكمرغه لوی اختر د را رسيدو په مناسبت, تاسو او ستاسو قدرمنو كورنيو ته خپلې صميمانه مباركۍ او نيكې هيلې وړاندي كوو.هيله...
27/05/2026

د نيكمرغه لوی اختر د را رسيدو په مناسبت, تاسو او ستاسو قدرمنو كورنيو ته خپلې صميمانه مباركۍ او نيكې هيلې وړاندي كوو.
هيله ده دا مبارك اختر ستاسو په ژوند كې سوله، سوكالي او برياوي رامنځته كړي، او راتلونكي ورځي مو له لاسته راوړنو او خوښيو ډكې وي.

اختر مو مبارك!🌙
ـ سعيدي د غاښونو تداوۍ معياري مرکز

23/05/2026

که د خولې بدبويي مو نه ختميږي نو دا ويډيو ستاسې لپاره ده!
د خولې بدبويۍ دقيق تشخيص او درملنه له موږ سره!

21/05/2026

د جمعې مبارکه ورځ

اللّٰهم صلِّ وسلم وبارك على نبينا محمد ﷺ 🤍

د جمعې په مبارکه ورځ پر نبي کریم ﷺ ډېر درود شریف ووایئ،
ځکه دا د رحمت، برکت او قبولېدونکو دعاګانو ورځ ده ✨

جمعه مو مبارکه او عبادتونه مو قبول شه 🤲

کلورهېکسیډین (Chlorhexidine - CHX) د خولې یو قوي مکروب ضد محلول دی چې د خولې د منګ (Plaque) په کمولو، د ورۍ التهاب په کن...
20/05/2026

کلورهېکسیډین (Chlorhexidine - CHX) د خولې یو قوي مکروب ضد محلول دی چې د خولې د منګ (Plaque) په کمولو، د ورۍ التهاب په کنټرول او د خولې د بد بوی په کمولو کې مرسته کوي. د غاښونو ډاکټران یې عموماً د ورۍ التهاب، د جراحي وروسته، د Dry Socket د مخنیوي او هغه وخت سپارښتنه کوي چې د خولې عادي پاکوالی محدود وي.

سره له دې چې کلورهېکسیډین اغېزمن محلول دی، خو باید لنډمهاله (۷–۱۴ ورځې) وکارول شي، ځکه اوږدمهاله استعمال یې د غاښونو داغ، د خوند د حس بدلون او د منګ د زیاتوالي سبب کېدای شي.

🦷 یادونه: کلورهېکسیډین دایمي mouthwash نه دی؛ د غوره پایلې لپاره یې د غاښونو ډاکټر په مشوره وکاروئ.

آیا تاسو مخکې CHX mouthwash کارولی؟

غاښونه مو ولې زېړېږي او ټارټر (جرم) پرې راځي؟ 🤔ښکلا او روغتیا له روغو او ځلېدونکو غاښونو پیلېږي! مګر کله ناکله زموږ د ځی...
19/05/2026

غاښونه مو ولې زېړېږي او ټارټر (جرم) پرې راځي؟ 🤔

ښکلا او روغتیا له روغو او ځلېدونکو غاښونو پیلېږي! مګر کله ناکله زموږ د ځینو ورځنیو عادتونو له امله زموږ غاښونه خپله طبیعي ځلا له لاسه ورکوي.

د غاښونو د رنګ بدلون او جرم نیولو اصلي لاملونه:
ټارټر یا کلک جرم (Tartar): کله چې د غاښونو پلاک پر وخت پاک نشي، په سختو ډبرو بدلیږي.
سګرټ او نسوار (Smoking): تمباکو د غاښونو په مینا (Enamel) کې ژور داغونه جوړوي.
د کافي او چای زیات کارول (Coffee Stains): تور چای او کافي غاښونو ته تیاره او زېړ رنګ ورکوي.
کمزوری روغتیايي پالنه (Poor Hygiene): په منظم ډول مسواک یا برس نه کارول د باکتریایي طبقو د جوړېدو لامل ګرځي.
مشوره: په هرو ۶ میاشتو کې یو ځل د غاښونو د معاینې او د جرم د مسلکي پاکولو (Scaling) لپاره خپل ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

سعیدي د غاښونو تداوۍ معیاري مرکز
د غاښونو د هر ډول پاملرنې او درملنې لپاره تل ستاسو په خدمت کې دی.

🩺 Reactive Oral Lesion | Clinical Caseیو ناروغ د لاندې مخکینیو غاښونو د ژبې طرف lingual side کې د نسج د غیر نورمال ودې ل...
17/05/2026

🩺 Reactive Oral Lesion | Clinical Case

یو ناروغ د لاندې مخکینیو غاښونو د ژبې طرف lingual side کې د نسج د غیر نورمال ودې له شکایت سره مراجعه وکړه. د ناروغ د تاريخچې له مخې، دا وده د موټر ټکر وروسته راپیدا شوې او د وخت په تېرېدو ورو ورو غټېدله.

د کلینیکي معاینې پر اساس، lesion د Reactive Soft Tissue Growth (Most likely: Post-Traumatic Pyogenic Granuloma) احتمال درلود.

د lesion د اندازې او موقعیت له امله، د ناروغ په خبرو speech/articulation کې هم واضح توپیر او اختلال لیدل کېده.

اضافي نسج په بشپړ ډول لرې شو، او د definitive diagnosis لپاره د Histopathology سپارښتنه وشوه.

هره وده چې د وخت په تېرېدو غټېږي — په ځانګړي ډول هغه چې د فعالیت (لکه خبرې یا ژولو) پر کیفیت اغېز کوي — باید جدي و ارزول شي، ځکه کلینیکي بڼه تل وروستی تشخیص نه
وي.

Dr. Said Ghani Saidi
Dr. Said Ayoub Saidi

«تَدَاوَوْا عِبَادَ اللهِ، فَإِنَّ اللهَ لَمْ يَضَعْ دَاءً إِلَّا وَضَعَ لَهُ دَوَاءً»ژباړه:د الله بندګانو علاج کوئ، ځکه...
09/05/2026

«تَدَاوَوْا عِبَادَ اللهِ، فَإِنَّ اللهَ لَمْ يَضَعْ دَاءً إِلَّا وَضَعَ لَهُ دَوَاءً»

ژباړه:
د الله بندګانو علاج کوئ، ځکه الله هېڅ ناروغي نه ده پيدا کړې مګر د هغې لپاره يې دوا هم پيدا کړې ده.

ډېری کسان فکر کوي چې د غاښونو سکېلينګ (Scaling) غاښونو ته زیان رسوي،خو حقیقت دا دی چې سکېلينګ د غاښونو او وريو د روغتیا ...
09/05/2026

ډېری کسان فکر کوي چې د غاښونو سکېلينګ (Scaling) غاښونو ته زیان رسوي،
خو حقیقت دا دی چې سکېلينګ د غاښونو او وريو د روغتیا لپاره ډېر مهم او ګټور دی ✨

د غاښونو ډبرې او چټلي لرې کوي، د وريو د التهاب او وینې مخنیوی کوي، د خولې بد بوی کموي اوهمداشان د غاښونو عمومي روغتیا ښه کوي

منظم سکېلينګ د سالمې موسکا ساتلو کې مهم رول لري 😃

Address

نوی زرګرانو لين، بابکرخيل پلازه/خوست ښار
Khost
6860433

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Saidi Oral & Dental Care سعيدي د غاښونو تداوۍ معیاري مرکز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Saidi Oral & Dental Care سعيدي د غاښونو تداوۍ معیاري مرکز:

Share