19/08/2026
آزادي تر پاچاهيه لا تيری کا
چي د بل د حکم لاندي سې زندان سي
خپلواکي د خدای عظيم نعمت او د ملتونو د برم، عظمت او عزت د وياړلي او پرتمین تاریخي پېر وياړمن یاد وي، چي له نيکمرغه افغانانو د تاريخ په اوږدو کي درې فرعوني زبرځواکونه مات او پر ګونډو کړي دي او هغوی ته يي د سر په کاسه کي اوبه ورکړي دي.
چي غازي شاه امان الله خان توره له تيکي وکښل او په ۱۲۹۸/۵/۲۸ کال کي يي خپلواکي ترلاسه او انګريزي لښکرو ته يي سخته ماته ورکړه.
د بُست پوهنتون تدريسي روغتون رهبري د دي ویاړمني ورځي مبارکي د افغانستان ټول مسلمان، مجاهد او پر خپلواکۍ مين ولس ته وایي.