19/05/2026
په پکتیکا ولایت کې د عامې روغتیا ریاست د دوامداره هڅو په ترڅ کې، د یاد ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې د شاوخوا څلورنیم لکه (۴۵۰,۰۰۰) امریکایي ډالرو په ارزښت د دوه بابه روغتیایي مرکزونو د ودانیو کارونه په بشپړ ډول سرته رسېدلي دي.
دا روغتیایي مرکزونه به ډېر ژر په رسمي ډول پرانیستل شي، چې په واسطه به یې د سیمې درانه اوسېدونکي له بنسټیزو او معیاري روغتیایي خدمتونو څخه برخمن شي.
د دې مرکزونو ځانګړتیاوې:
✅ په عصري وسایلو سمبال مجهزه عملیات خونه (Operation Theater)
✅ فعال د مرکز ګرمۍ (د تودوخې) سیستم
✅ د برېښنا منظم او مجهز سیستم
دا ستر ګام د سیمې د خلکو د روغتیايي حالت د ښه والي او په روغتیایي برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره یو مهم او پرمختللی ګام دی.
#تعهد #روغتیا #پرمختګ