14/05/2026
اقصی طبی لابراتوار Aqsa Medical Lab
اقصی طبی لابراتوار
د وینې د کلچر معاینه (Blood Culture Test)
که چیرې ناروغ ته دوامداره تبه، لړزه، یا د بدن شدید انتان وي، نو ډاکټران اکثره د وینې د کلچر معاینه سپارښتنه کوي.
د وینې کلچر څه شی دی؟
دا هغه اړینه لابراتواري معاینه ده چې د وینې په نمونه کې د باکتریاوو او فنګس موجودیت معلوموي.
ولې دا معاینه اړینه ده؟
ځکه چې....
1. د وینې انتان (Sepsis) معلوموي.
2. د تبې اصلي لامل پیدا کوي.
3. د درملنې لپاره مناسب انټي بیوټیک ټاکي
4. د خطرناکو میکروبونو تشخیص تر سره کوي
له معاینې وړاندې مشوره:
د دې معاینې لپاره باید د انټي بیوټیک له شروع کولو مخکې د وینې نمونه واخیستل شي، تر څو پایله دقیقه وي.
که تاسو یا ستاسو ناروغ دوامداره تبه، شدید ضعف، یا د انتان نښې لرئ، د وینې کلچر معاینه کول اړین دي.
اقصی طبي لابراتوار د مسلکي ټیم او پرمختللې تکنالوژۍ پر مټ ستاسو لپاره کره او چټک معاینات وړاندې کوي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ له لابراتوار سره په لاندې شمېرې او پتې اړیکه ونیسئ.
اړیکه: 0792554461
0797591385
1:مرکزي پته: پکتیکاولایت مرکزښرنه ملکي شفاء خاني په مخامخ
2:دوهمه څانګه:پکتیکاولایت خیرکوټ ولسوالي ملکي شفاء خاني په مخامخ