Pharm D Afghanistan

Pharm D Afghanistan https://youtube.com/⁠
💊 Pharm D Educational Page
📚 Medicine | Health | Pharmacy
👨‍⚕️ Trusted Medical Awareness

کله چې د فکر زیاتوالی، د حافظې کمزوري یا د غوږونو دوامداره زنګ وهل ستاسو د ورځني کار مخه نیسي، نو Colligen-V د حل یوه من...
09/09/2026

کله چې د فکر زیاتوالی، د حافظې کمزوري یا د غوږونو دوامداره زنګ وهل ستاسو د ورځني کار مخه نیسي،
نو Colligen-V د حل یوه مناسبه او تدریجي لاره ده.
​دا محصول درې مهمې او طبي ثابتې شوې مادې لري:
1- Ginkgo Biloba:
مغز ته د وینې بهیر او اکسیجن رسول زیاتوي.
2- Vinpocetine:
د مغزي تلافي او د اعصابو د قوي کولو ملاتړ کوي.
3- Choline:
د حافظې او فکري پروسې په ښه کولو کې مرسته کوي.

​دا تابلیت په لاندی حالاتو کې مرسته کولای شي؟
​د حافظې او د فکري تمرکز پیاوړتیا (Mental Focus & Memory)
​په غوږونو کې د عجیب غږ یا زنګ وهلو کمول (Tinnitus)
​د اعصابي سرګرځېدنې کنټرول (Vertigo)
​د مغز او سر د وینې جریان منظمول
​یادونه:
دا یو غذایي سپلمنټ دی. د دقیق استعمال او تعقیب لپاره تل له ډاکټر یا فارمسسټ سره مشوره وګړي.

09/09/2026

آیا پوهېږئ چې د بې ضرره او عام درمل پاراستامول تر شا کومی جدي روغتیايي خطرونه پټ دي؟
​پاراستامول د تبې او درد لپاره یو له خورا عامو درملو څخه دی،
خو که په ناخبرۍ یا له حد څخه زیات وکارول شي،
کولی شي د ځیګر او پښتورګو د ویجاړېدو لامل شي.
په دی ویډیو کې مو د پاراستامول خورا مهم او جدي خطرونه او د هغې د خوندیتوب لارې چارې درسره شریکې کړې دي.

​خپل روغتیا او د خپلو عزیزانو خوندیتوب ته پام وکړئ
دا معلومات له خپلو ملګرو سره هم شریک کړئ.

د فارمسیست مسلکي او مهمې دندې۱. د نسخې چک او درمل سپارل: د ډاکټر د نسخې مطابق ناروغ ته سم او بې‌نقص درمل ورکول.​۲. د است...
08/09/2026

د فارمسیست مسلکي او مهمې دندې
۱. د نسخې چک او درمل سپارل: د ډاکټر د نسخې مطابق ناروغ ته سم او بې‌نقص درمل ورکول.

​۲. د استعمال د طریقې ښودل: ناروغ ته په واضح ډول پوهول چې درمل څو ځله، څومره او په کوم وخت کې وخوري.

​۳. د درملو او عوارضو پېژندنه: ناروغ ته د درملو د ګټې او احتمال درلودونکو جانبي عوارضو په اړه پوره معلومات ورکول.

​۴. د درملو د تداخل څارنه: د باوري کېدو لپاره چک کول چې یو درمل له بل سره ناوړه اثر یا تداخل ونه لري.

​۵. د درملو د کیفیت او نېټې چک کول: د درملو د ختمېدو نېټه (Expiration Date) او فزیکي حالت په دوامداره توګه کتل.

​۶. د درملو مناسبه ساتنه: درمل په مناسب دحرارت درجه، وچ او خوندي ځای کې ذخیره کول.

​۷. د پوښتنو ځوابول او مشوره: د درملو په اړه د ناروغ هر ډول پوښتنو ته په ساده او مسلکي ژبه ځواب ورکول.

​۸. د درملتون تنظیم او مدیریت: درمل په منظم ډول په خپلو الماریو کې ترتیبول او د شته درملو برسي کول
#فارمسیست #درملتون #روغتیا #نسخه #فارماسي #افغانستان #پښتو

08/09/2026

کله مو فکر کړی چې ویتامین B6 زمونږ په بدن کې څه دنده ترسره کوي؟
​دا مهم ویتامین د بدن د میتابولیزم، و داعصابو د روغتیا او د وینې د سرو حجرو په تولید کې مرسته کوي. د دې ترڅنګ، په بدن کې د انرژۍ له زیاتوالي او د صحت له ساتلو سره مرسته کوي.
​په دې ویډیو کې د ویتامین B6 د ګټو، او اړینو معلوماتو په اړه ګټوره لارښوونه کړی.
​مهمه یادونه
دا معلومات یوازې د عامه پوهې په موخه خپرېږي. د هر ډول درملو او ټابلیټونو له کارولو وړاندې تل د ډاکټر سره مشوره وګړي

06/09/2026

په وړو ماشومانو کې د پامپرز له امله سوروالی او خارښت یوه عامه ستونزه ده
​په دې ویډیو کې مو د (Rashnil Cream) مهم ترکیبونه، ګټې او د استعمال سمه طریقه درپېژندلې ده،
ترڅو د ماشوم حساس پوستکی تل خوندي او نرم پاتې شي.

​ویډیو تر پایه وګورئ او له خپلو ملګرو او میندو سره یې هم شریکه کړئ!

​ #افغانستان #دواخانه #ماشومان #روغتیا

ستاسو په اند  زما  خپاره شوي نشرات او معلومات څومره ګټور دي؟​ځه په Pharm D Afghanistan کې تل هڅه کوم چې تاسو ته د درملو،...
05/09/2026

ستاسو په اند زما خپاره شوي نشرات او معلومات څومره ګټور دي؟
​ځه په Pharm D Afghanistan کې تل هڅه کوم چې تاسو ته د درملو، روغتیا او طبي پوهاوي په برخه کې باوري او معتبر معلومات وړاندې کړم.
​اوس غواړم د خپلو نشراتو ارزونه ستاسو په رایو وکړم.
​● 1. خورا ګټور، معياري او په زړه پورې
● 2. ښه دي، خو اصلاح او نور کار ته اړتيا لري
​خپله ارزښتمنه رایه په کامنټ کې راسره شریکه کړئ!

04/09/2026

د پوزې شدید بندوالی، پرنجی او حساسیت (Allergy) نه تنګ کړي یاست؟
​په دې ویډیو کې د Fexet-D ټابلیټ په اړه مکمل علمي معلومات ترلاسه کړئ:
د الرژۍ د کنټرول لپاره Fexofenadine 60mg
د پوزې بندوالي او پړسوب خلاصولو لپاره Pseudoephedrine 120mg
​⚠️ مهمه یادونه:
دا ویډو یوازې د عامه پوهې او درملیزو معلوماتو (Medical Education) لپاره ده.
د فشار (Hypertension) او زړه ناروغان باید دا درمل د ډاکټر يا فارمسسټ له مشورې پرته ونه کاروي.
​ #الرژي #روغتیا #درمل #فارمسسټ

04/09/2026

انګور په ګرمۍ کې د ډېرو خلکو د نس درد او اسهال لامل کېږي
​اصلي لامل دا دی چې د انګورو پر مخ زهرجنې کیمیاوي دواوې سپرې کیږي او میکروبونه وي.
که انګور سم ونه پرېمنځل شي، مستقیم مو معدې ته ځي او ناروغه کوي مو.
​په دې ویډو کې د انګورو د پاکولو تر ټولو اسانه او صحي لاره زده کړئ
​ویډو له خپلو ملګرو او کورنۍ سره شېره کړئ ترڅو له ناروغیو خوندي پاتی شی.
​ #روغتیا #انګور #اسهال #افغانستان #تغذی

03/09/2026

فیفولویټ (Fefolvit) څه شی دی او معمولاً د کومو منرالونو او ویټامینونو ترکیب لري؟
​په دې ویډو کې مو د Fefolvit (فیفولویټ) کیپسول ترکیب، ګټې او د کارولو پوره اړوند مهم ټکي تشریح کړي دي.
په یاد ولرئ:
دا ویډو یوازې علمی پوهاوي او عامه معلوماتو لپاره چمتو شوې ده. هیڅ درمل بې له ډاکټر یا فارمسسټ له مشورې او نسخې مه مصرفوئ.
​ #فیفولویټ

31/08/2026

امیندوارۍ کورنی ټېسټ (Pregnancy Test Strip) په سمه توګه څنګه وکاروو؟
​آیا پوهېږئ د ادرار له لارې د امیندوارۍ ټېسټ کولو کې تر ټولو لویه تېروتنه څه ده؟
د دې لپاره چې دقیق تیسټ ترسره کړئ، دغه نکات په یاد ولرئ:
​۱. تل د سهار له لومړني ادرار څخه ګټه واخلئ.
۲. سټرېپ تر MAX لېکل شوي خط زیات په ادرار کې مه غوټه کوئ.
له ۳ دقیقو نه تر ۵ دقیقو پورې انتظار وکړئ او له ۱۰ دقیقو وروسته پایله معتبره مه ګڼئ.
د داسی نورو علمي او مسلکي معلوماتو لپاره زمونږ پانه فالو کړي
​ #فارمسي

Adresse

Brugge
.

Notifications

Soyez le premier à savoir et laissez-nous vous envoyer un courriel lorsque Pharm D Afghanistan publie des nouvelles et des promotions. Votre adresse e-mail ne sera pas utilisée à d'autres fins, et vous pouvez vous désabonner à tout moment.

Contacter L'entreprise

Envoyer un message à Pharm D Afghanistan:

Raccourcis

Partager

Type