Musa Khan Ziarmal/ موسی خان زیارمل

Musa Khan Ziarmal/ موسی خان زیارمل Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Musa Khan Ziarmal/ موسی خان زیارمل, Medizin und Gesundheit, Khost.

Medical Student | Health Awareness Educator Sharing trusted medical knowledge, disease prevention, healthy lifestyle tips, and public health education.
📍 Afghanistan 🎓 Medical Student 🩺 Health Awareness 📧 Contact for educational collaboration

ګوزر/ددماغ حمله/STROKEداسې یو حالت ده چې په دماغ کې رګونه بند شي او یا پکې څیرې شي او وینه یې ګډه وډه شي!!ګوزر له څو ساع...
04/09/2026

ګوزر/ددماغ حمله/STROKE

داسې یو حالت ده چې په دماغ کې رګونه بند شي او یا پکې څیرې شي او وینه یې ګډه وډه شي!!
ګوزر له څو ساعتونو نیولې تر څو ورځو دوام کوي او مریض ورو ورو بدتر کوي.
دوه ډولونه لري

①درګ بندېدل
②درګ چیرېدل

😌نښې نښانې
①سخته سردردي
②دخولې کوږ والی
③دیو طرف لاس او پښې کمزوري
④کانګې
⑤زړه بدوالی
⑥لړزه
⑦ګنګسیت
⑧سترګو پټوالی
⑨لیدلو کې مشکل
⑪بې حالي(له ځانه نا خبر)
⑫بې انرژي

❗په چا کې زیات خطر لري
چې یو بدلیدونکی او بل نه بدلیدونکي خطرونه دي

①نه بدلیدونکي

1⃣ عمر(۵۵ نه پورته)
2⃣ جنسیت (نارینه زیات وي)
3⃣ نژاد(امریکایان او افریقا یان زیات مساعد)
4⃣ ذاتي(په نسل کې)

①بدلیدونکي خطرونه

1⃣ لوړ فشار
2⃣ دوینې غوړ
3⃣ شکر
4⃣ زیات وزن
5⃣ سګرټ څکول
6⃣ شراب
7⃣ دکتاره والا ګولی( دحمل مخنوي لپاره)
8⃣ ورزش نه کول
9⃣ مناسب خواړه نه خوړل
0⃣1⃣ دزړه ناروغۍ
1⃣1⃣ دګردو ناکامیدل
2⃣1⃣ بې خوبي

که دغه نښې مو په کوم مریض کې ولیدلې نو ژر تر ژره یې
روغتون ته ورسوئ





Cluster type headacheدلومړنیو سردردي یو ډول ده چې د(مرګونې سردردي) په نوم هم یادیږي، دسر یوه لوري سترګې شاوخوا سخت دردون...
31/08/2026

Cluster type headache

دلومړنیو سردردي یو ډول ده چې د(مرګونې سردردي) په نوم هم یادیږي، دسر یوه لوري سترګې شاوخوا سخت دردونه لري،چې په سړیو کې زیات واقع کیږي نسبت ښځو ته..

✨نښې نښانې یې
①دسترګې شاوخوا سخت دردونه او دسر غاړو ته هم خوریدلی شي
②سترګې سوروالی او اوښکې،ستړیا،ګنګسیت..
③دپوزې بندښت یا بهیدل
④درڼا او شور څخه بد راتلل
⑤دردونه یې چاقو وهونکي،نیښځل کیدونکي ..
⑥دسترګې پټوالی(ptosis)
⑦دسترګو دکسیو تنګوالی(miosis)
⑧دمخ سوروالی
⑨پړسوب او خولې کیدل هم شاید وي.

👀لامل او اسباب
نا معلومه ده خو کورنۍ تاریخچه پکې رول لري او تباکو استعمال(نسوار،سیګرټ)..

❗په چا کې خطر لري

①چې تباکو استعمال کوي(نسوار او سیګرټ..)
②کورنۍ تاریخچه ولري

❌ مخنوی
①Verapamil
②سټرایډ..

✂درملنه

۱؛اکسیجن اخیستل
۲؛Triptan .





دغه ماشومه د (کوټې) ده،دخپل بې رحمه او ظالم استاد له خوا سترګې ته وهل شوې چې دید یې دهمدې سترګې لمنځه تللی،دغه رقم پیښه ...
28/08/2026

دغه ماشومه د (کوټې) ده،دخپل بې رحمه او ظالم استاد له خوا سترګې ته وهل شوې چې دید یې دهمدې سترګې لمنځه تللی،
دغه رقم پیښه نه لومړنۍ ده او نه به وروستنۍ وي،ځکه زموږ ټولنه بیخي ظالمانه خویونه لري،زه دیوې داسې پیښې شاهد هم یم چې یو استاد خپل شاګرد وهلو کې له غوږ څخه نیولی وو چې یوه اندازه پرې شوی وو،همدا زده کوونکی دصنف اول نمره یا به دوهم نمره وو خو؛ له دغې پیښې وروسته مطلق درس پرېښوده او اوس دمسافرۍ سختې ورځ تیروي.
مهمه خبر داده چې هر څوک او هر چیرته چې وو، باید ماشومان اول ونه وهل شي که بیاهم ډیر مجبوریت وو نو نازکو غړو ته خو هیڅ ونه وهل شي بیابه لکه دغه ملالۍ معزوره وې او کورني،ټولنیز مشکلات او بدۍ رامنځته کوي!!
اول خو حوصله وکړئ بیاهم حوصله وکړئ!!
کنه کیده نو له داسې مسلک نه تیر شئ چې خلکو ته دخیر نه شر زیات رسوئ!!

25/08/2026

هر کله چې ټولنه دپوهې او علم په ګاڼه سمباله شي، جهالت،ناوړه دودونه،فکرونه او کړنې خپله له منځه ځي.
اسلامیت او انسانیت عملي بڼه پیداکوي،نسلونه به صالح او تابعدار وي.



23/08/2026



داسې سردردي چې سر په کې څړیکې وهي.
کانګې او زړه بدوالي لري.
په ښځو کې زیاته واقع کیږي نسبت سړیو ته.
له رڼا،شور او کله کله له بوی څخه کرکه او ویره لري نور په ویډیو کې






نیم سری/MIGRAINEداسې سردردي ده چې په کې دناروغ شحص دسر نیمه برخه دردمنه وي،ناروغ یې کانګې،زړه بدوالی،متوسط او سخت درد،څړ...
20/08/2026

نیم سری/MIGRAINE

داسې سردردي ده چې په کې دناروغ شحص دسر نیمه برخه دردمنه وي،ناروغ یې کانګې،زړه بدوالی،متوسط او سخت درد،څړیکې،له رڼا،شور او بوی څخه په تکلیف وي،دوام یې له ساعتو نه تر دریو ورځو دوام کوي،له فزیکی کار سره نور هم زیاتیږي او په ښځو کې زیات واقع کیږي

ولې رامنځ ته کیږي❓
دقیق لامل یې نه دی معلوم خو
①چاپیریالي(هوا،شور،رڼا..)
②کورنۍ تاریخچه لرونکي خلک
③دغذا،اوبو او خوب نه شتون

په چا کې زیات خطر لري❗
①حامله ښځو کې
②زړو ښځو کې
③بې خوبه خلکو کې
④رواني تکلیف لرونکو کې...

مخنوی یې په څه کولی شو❌
①کافي اوبه څښل
②سمه غذا خوړل
③شور او زیاتې رڼا نه ځان ساتل
④نشه بندول
⑤سټرس او ذهني فشار کمول

که پورته ستونزې لرئ نو حتماً له ډاکټر سره وګورئ






17/08/2026

د سردردي داسې ډول چې دواړه خواوې په کې درد لري،زیات په ښځو کې واقع کیږي نسبت سړیو ته،په بې خوبه،نویو ځوانو،رواني تکلیف لرونکو او کمزوي بدن لرونکې خطرناک کیدلی سي...
نور په ویډیو کې راسره واورئ،داسې معلوماتي ویډیو لپاره موږ سره اوسئ
Musa Khan Ziarmal/ موسی خان زیارمل






په دماغ دزیات بوج له وجې سردردي/Tension type head ache😞ټینشن ډوله سردردي هغه ده چې① دزیات سوچونو،فکرونو او کارونه②کمزورې...
12/08/2026

په دماغ دزیات بوج له وجې سردردي/Tension type head ache😞

ټینشن ډوله سردردي هغه ده چې
① دزیات سوچونو،فکرونو او کارونه
②کمزورې غذا،کمزوری اقتصاد او کورني مشکلات
③کمزوری وجود
④په ښځو کې زیاته عامه وي
ددې عمده سببونه دي⇪⇪⇪

❌په چا کې خطرناک کیدلی شي؟❗
👈په رواني تکلیف لرونکو کې
👈په دماغ بوج لرونکو کې
👈په ځوانانو کې
👈په بې خوبۍ لرونکو کې

😳نښې نښانې يـې څه دي!!

👈د ۳۰ دقیقو ترساعتو ورځو او میاشتو...
👈دسر دواړو غاړو درد
👈دغاړې او اوږو شخوالی او درد
👈کانګې پکې نه وي
👈درڼا او شور نه ناروغ نه وي په تکلیف
👈دکرځیدو سره نه ښه کیږي
👈دسهار کم یا نه وي خو دشپې وي
👈په سر باندې دفشار او زور احساس کوي.

😊مخنوی په څه کوو❓
①کافي اوبه څښل
②سم وضعیت خوب او ارام کول
③دغاړې او سر ورزشونه
④سوچونه او فکرونه کم کول او سمه غذا خوړل

💊درملنه⬇
۱؛دتبې ګولۍ
(Paracetamol,Dispren)
۲؛عصابي ګولۍ
(Amitriptyline)

Musa Khan Ziarmal/ موسی خان زیارمل

06/08/2026

زخې ولې منځ ته راځي،درملنه یې څه ده
دا او دې ته ورته معلومات له موږ سره واورئ!!

شفقت او رحمدلي هم دا رقم خوند کوي چې یو څوک یې چا سره کوي،دغه ډاکټر چې حنظله نومیږي چې څلور کاله وړاندې یې دخپلې کورنۍ ا...
02/08/2026

شفقت او رحمدلي هم دا رقم خوند کوي چې یو څوک یې چا سره کوي،دغه ډاکټر چې حنظله نومیږي چې څلور کاله وړاندې یې دخپلې کورنۍ اتلس غړي شهیدان شول(مور،پلار او ښځه... ددوی کورنۍ دپکتیکا،ګیان کې زلزلې دغم په تغر کینوله) او ټول دمرګ ملګري شول،په رښتیا ډیره سخته ده چې په دومره لویو غمونو،دردنو او مصبتونو کې ځان کنټرل کې ژوند وکړې،صبر ولرې،هیلې دې ژوندۍ وي او ژوند ته لا هم هیلې لري بیخي سخته ده.
خو دې ډاکټر یوازې همدا کارونه ونه کړل بلکې درسونو ته ملا وتړله،هیلې ژوندۍ وساتلې او غم او درد ته یې ماته ورکړه.
داحمد شاه ابدالي پوهنتون موسیس صیب بادشاه زار عبدالي دې ډاکټر ته ټول دپوهنتون مصارف معاف کړل، او لا یې ورته تشویق کړ،رب دې ډیر اجرونه او خیرونه ورکړي په دغه نیک اقدام او رب دې ډاکټر حنظله ته نور بریالیتونه نصیب کړي

@احمد شاه ابدالي پوهنتون

Address

Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Musa Khan Ziarmal/ موسی خان زیارمل posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share