03/09/2026
زېری!
کندهار کې د (الحاج مولوي نور احمد نقشبندي) مانا الحاج هم دی، یانې تر یوه زیات حجونه یې کړي، تاسې ته دې څرګنده وي، مولوي هم دی، نور (رڼا) هم دی او نقشبندیه طریقه کې هم دی؛ د دغو ناروغیو متخصص دی: سرطان، بېل ګونه، فلج، زړه، شکره، روماتیزم، پښتورګي، معده، بواسیر، پېریان، مېرګي، رګ نسا، بې اولادي، د وینې سرطان، لوړ فشار او هر قسم ژړی.
ورځ: له شنبې څخه تر پنجشنبې
وخت: د سهار له ۷ بجو څخه تر ۱۱ بجو
یادونه: بالابود کار منع دی! یانې له پیر صاحب څخه به د نورو اضافه ناروغیو او مردانه کمزوریو درملنه نه غواړئ.
پام کوئ! چې بهرنیان خبر نه شي، ګنې دغه روغتون (پیر صاحب) درڅخه بیایي، بیا به مو څوک درملنه کوي.