20/03/2026
د کوچني اختر په رارسېدو سره تاسو ټولو ته د زړه له کومي مبارکي وایم؛ روژې، تراویح او ټول عبادتونه مو قبول شه. الله تعالی دي دا اختر ټول اسلامي امت ته د سوکالۍ، یووالي او ورورولۍ اختر وګرځوي. له الله پاک څخه د نړۍ ټولو مظلومو مسلمانانو او په ځانګړي توګه د افغانستان زورېدلي ملت ته د امن او د ظالمانو له ظلم څخه د خلاصون اختر غواړم.