Psychology ارواپوهنه

Psychology ارواپوهنه Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Psychology ارواپوهنه, Medical and health, United states, New York, NY.

✨ارواپوهنه زموږ د ژوند لارښود ده🧠

ستاسي ذهن، احساسات او چلندونه پیژندل د بریالیتوب او خوشحالي لاره اسانه کوي. راځئ چې د ځان پوهاوی زیات کړو او مثبت بدلونونه رامنځته کړو!
​ #ارواپوهنه

07/24/2026

اسلام علیکم
ملګرو 💫✨

نن درسره د یوه مهم مهارت په اړه خبرې کوم:د احساساتو کنټرول او د فشارونو اداره کولخو په یاد ولره:دا سړه رویه له خپلې کورن...
07/17/2026

نن درسره د یوه مهم مهارت په اړه خبرې کوم:
د احساساتو کنټرول او د فشارونو اداره کول

خو په یاد ولره:
دا سړه رویه له خپلې کورنۍ او رښتینو خلکو سره مه کاروه،
ځکه مینه او رښتیني احساسات تودوخه غواړي، نه حساب او سیاست.

د احساساتو کنټرول څه شی دی؟
دا مانا لري چې ته په سختو حالاتو کې هم آرام پاتې شې.

ولې ډېر خلک ناکامېږي؟
ځکه عقل لري، خو خپل احساسات نشي کنټرولولای.

څوک چې خپل غبرګون کنټرول کړي،
هغه کولی شي هر حالت پخپله ګټه بدل کړي.

ریښتینی ځواک دا نه دی چې بې‌ احساسه واوسې،
بلکې دا دی چې احساسات دې ستا تر کنټرول لاندې وي.

1- آرام پاتې شه
کله چې نور غوسه کېږي او ته آرام پاتې شې،
مخالف دې کمزوری کېږي.

2- پرېکړې په احساساتو مه کوه
ډېرې غلطې پرېکړې د غوسې یا زیاتې خوشحالۍ له امله کېږي.
هوښیار انسان په فکر او آرام ذهن پرېکړه کوي.

3- مه پرېږده چې څوک دې غوسه کړي
تر ټولو لویه بریا دا ده چې څوک دې له کنټرول څخه ونه باسي.

4- خپله غوسه په کار بدله کړه
که غوسه دې بې‌ ځایه مصرف کړې، زیان درکوي،
خو که یې کار ته واړوې، بریا درکوي.

نوټ: د ځان کنټرول دا نه دی چې احساسات ختم کړې،
بلکې دا دی چې ته پرې واک ولرې.

هغه څوک چې پر ځان بریالی شي،
هیڅوک یې نه شي ماتولای.

که دې ولوستل، پر محمد ﷺ درود ووایه
او دا متن درسره شير کړه..‼️

07/17/2026

ځوانانو پالو مه هيروي مننه ☑️



Address

United States
New York, NY

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Psychology ارواپوهنه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share