ProDent Care/د غاښونو پاملرنه

ProDent Care/د غاښونو پاملرنه Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from ProDent Care/د غاښونو پاملرنه, Medical and health, Seattle, WA.

Keeping your teeth healthy is our duty.🦷
We strive to share accurate and useful information about dental and oral health.🩺
Short videos 🎥
د غاښونو سالم ساتل زموږ دنده ده.🦷
موږ هڅه کوو چې د غاښونو او خولي د صحت په اړه دقیق او ګټور معلومات شریک کړو.🪥

 #اګزیټ کوم عصب سترکو ته حرکت ورکوي؟A).Oculomotor NerveB).Optic NerveC).Olfactory NerveD).Hypoglossal NerveProDent Care/...
08/02/2026

#اګزیټ
کوم عصب سترکو ته حرکت ورکوي؟
A).Oculomotor Nerve
B).Optic Nerve
C).Olfactory Nerve
D).Hypoglossal Nerve
ProDent Care/د غاښونو پاملرنه

 #اګزیټد غاښونو د پروګزیمل (Proximal) سطحې د کریس د تشخیص لپاره کوم ډول راډیوګرافي تر ټولو ډېر ارزښت لري؟۱- Occlusal۲- P...
08/01/2026

#اګزیټ
د غاښونو د پروګزیمل (Proximal) سطحې د کریس د تشخیص لپاره کوم ډول راډیوګرافي تر ټولو ډېر ارزښت لري؟

۱- Occlusal
۲- Periapical
۳- Bitewing ✅
۴- OPG

ساده تشریح:
ءBitewing د غاښونو د پروګزیمل (د دوو غاښونو ترمنځ) سطحو د کیریز د تشخیص لپاره تر ټولو غوره راډیوګرافي ده، ځکه چې د غاښونو ترمنځ پټ کریس په ښه ډول ښيي، د لومړنیو (Early) کریسونو په تشخیص کې ډېر دقیق دی ، او د الویولر هډوکي (Alveolar Bone) د لوړوالي ارزونه هم پرې کېږي.................
Which type of radiograph is most useful for detecting proximal dental caries?

A). Occlusal
B). Periapical
C). Bitewing ✅
D). OPG

Simple Explanation:
Bitewing radiographs are the best choice for detecting proximal caries (cavities between two teeth). They clearly show hidden cavities between teeth, are very accurate for detecting early caries, and can also help evaluate the height of the alveolar bone.
ProDent Care/د غاښونو پاملرنه 👈

07/29/2026

شفاف الاینر (Clear Aligner): 🦷
د شفاف پلاستیک څخه جوړ د ارتودنسي (Orthodontic) وسیله ده، چې د غاښونو د منظمولو او سمولو لپاره کارول کېږي او د فلزي بریکټونو بدیل ګڼل کېږي.

کارېدنه:

• د کږو غاښونو سمول
• د غاښونو ترمنځ تشې بندول
• د غاښونو منظمول
• د چیچلو (Bite) ځینې ستونزي اصلاح کول

ګټې:

• نږدي نه ښکاري (شفاف دی)
• د خواړو پر مهال ایستل کېږي
• برش او فلوس کول اسانه وي
• د فلزي بریکټونو په پرتله ډېر آرام وي

مشهور برانډونه یې:
• Invisalign
• ClearCorrect
• Spark Aligners
• Angel Aligner
البته، هر څوګ د شفاف الاینر لپاره مناسب نه وي.
د غاښونو متخصص ډاکټر "Dentist" تر معاینې وروسته ډاکټر پرېکړه کوي چې دا درملنه ستاسو لپاره مناسبه ده که نه.!
یادونه: د درملني بریالیتوب تر ډېره د ناروغ پر همکارۍ پوري تړلی وي، ځکه الاینر باید هره ورځ شاوخوا (۲۰–۲۲) ساعته واغوستل شي.
د داسې نورو مغلوماتو لپاره همدعه فیج درسره وڅاری👇
ProDent Care/د غاښونو پاملرنه ....

 د غاښ ایستل (Tooth Extraction) – مهم ۱۰ اګزیټي سوالونه او ځوابونه.!ایا دغه لړۍ ته دوام ورکړم؟که مو ځواب مو هو وي، نو کم...
07/23/2026


د غاښ ایستل (Tooth Extraction) – مهم ۱۰ اګزیټي سوالونه او ځوابونه.!
ایا دغه لړۍ ته دوام ورکړم؟
که مو ځواب مو هو وي، نو کمینټ کې راته Yes ولیکۍ.

۱. سوال: Tooth Extraction څه ته وایي؟
ځواب: د غاښ ایستل هغه جراحي یا غیرجراحي پروسه ده چې په کې غاښ له خپل الویول (Socket) څخه لرې کیږي.
۲. سوال: د غاښ ایستلو مهم استطبابونه (Indications) کوم دي؟
ځواب:
شدید تخریب شوی غاښ
غیرقابل ترمیم مات شوی غاښ
شدید پریودونټل ناروغي
نه راختلی یا نیمه راختلی عقل غاښ
ارتودونتیکي اړتیا
اضافي (Supernumerary) غاښونه
شدید انتان
۳. سوال: د غاښ ایستلو مطلق مضاد استطباب (Absolute Contraindication) څه دی؟
ځواب: په حاد او غیرکنټرول شوي طبي حالتونو کې د غاښ ایستل باید ونه شي، تر څو ناروغ ثابت او کنټرول نه وي.
۴. سوال: د غاښ ایستلو نسبي مضاد استطبابونه (Relative Contraindications) کوم دي؟
ځواب:
غیرکنټرول شوی شکر (Diabetes)
شدید لوړ فشار
د وینې د انعقاد اختلالات
حمل (په لومړي او وروستي Trimester کې)
حاد انتان
۵. سوال: د غاښ ایستلو څخه مخکې کوم شیان باید وارزول شي؟
ځواب: طبي تاریخچه، حساسیتونه، د وینې ناروغۍ، ایکسری او د ناروغ عمومي وضعیت.
۶. سوال: د غاښ ایستلو تر ټولو عامه اختلاط څه دی؟
ځواب: وینه بهیدل (Bleeding).
۷. سوال: Dry Socket څه شی دی؟
ځواب: هغه حالت دی چې د غاښ له ایستلو وروسته د وینې ټپ (Blood Clot) له منځه ولاړ شي او شدید درد پیدا شي.
۸. سوال: د عقل غاښ د ایستلو مهم علت څه دی؟
ځواب: نه راختل، نیمه راختل، درد، انتان او د ګاونډي غاښ زیانمنول.
۹. سوال: د غاښ ایستلو وروسته ناروغ ته کومې سپارښتنې کیږي؟
ځواب:
۳۰ دقیقې ګاز ونیسي
ګرمه غذا ونه خوري
سګرټ ونه څکوي
د خولې شدید مینځل ونه کړي
درمل په وخت استعمال کړي
۱۰. سوال: د غاښ ایستلو لپاره تر ټولو عام استعمالیدونکی لوکل انستیزیا کومه ده؟
ځواب: Lidocaine ۲٪ د Epinephrine سره.
د اګزیټ مهمه پوښتنه
سوال: د غاښ ایستلو مهم استطباب او مضاد استطباب هر یو یو مثال ولیکئ.
ځواب:
استطباب: شدید تخریب شوی او غیرقابل ترمیم غاښ.
مضاد استطباب: غیرکنټرول شوی شکر یا شدید لوړ فشار.
د نورو اګزیټ سوالونو لپاره مونږ وڅارئ.👇
ProDent Care/د غاښونو پاملرنه

د ماشومانو د خولي له لاري په دوامداره توګه ساه اخیستل باید هېڅکله عادي ونه ګڼل شي.کله چې ماشوم د پوزې له لاري ساه اخلي، ...
07/14/2026

د ماشومانو د خولي له لاري په دوامداره توګه ساه اخیستل باید هېڅکله عادي ونه ګڼل شي.
کله چې ماشوم د پوزې له لاري ساه اخلي، د هغه د ساه لار سالمه وي، ژبه یې په سم ځای کې وي، ژامه یې په سمه توګه وده کوي، او د مخ بڼه یې هم په طبیعي او سالم ډول وده کوي.
خو برعکس کله چی ماشوم د خولي له لاري ساه اخلي او دا عادت دوام وکړي، د ماشوم د ساه لارو په روغتیا، د ژبې په سم ځای، د ژامې په وده او د مخ په طبیعي جوړښت منفي اغېز کولای شي.
ProDent Care/د غاښونو پاملرنه
C

د خوب پر مهال د غاښونو چیچل (Bruxism)؛ یوه پټه ستونزه چې غاښونه، ژامه او خوب زیانمنوي.ایا کله سهار له خوبه د ژامې له درد...
07/01/2026

د خوب پر مهال د غاښونو چیچل (Bruxism)؛ یوه پټه ستونزه چې غاښونه، ژامه او خوب زیانمنوي.

ایا کله سهار له خوبه د ژامې له درد، سر درد یا د غاښونو له حساسیت سره راویښ شوي یاست؟
ممکن تاسې د خوب پر مهال خپل غاښونه یو پر بل چیچئ، خو خپله پرې نه پوهېږئ.

د غاښونو چیچل یوه عامه ستونزه ده چې میلیونونه خلک ورسره مخ دي. ډېری وخت دا د شپې د خوب پر مهال رامنځته کېږي او ناروغ تر هغه نه پرې پوهېږي تر څو چې د ژامې درد، سر درد یا د غاښونو زیان څرګند نه شي.

Bruxism څه شی دی؟

Bruxism هغه حالت دی چې انسان په غیر ارادي ډول:
• غاښونه یو پر بل کلک ټینګوي (Clenching)
• یا یې یو پر بل مښي او چیچي (Grinding)

دا ستونزه د ورځې یا د خوب پر مهال رامنځته کېدای شي، خو د شپې Bruxism تر ټولو عام دی.

د Bruxism مهمې نښي:

که لاندي نښي لرئ، امکان لري د غاښونو چیچلو ستونزه ولرئ:

● سهار سر درد
● د ژامې درد یا ستړیا
● د غوږ شاوخوا درد
● د مخ عضلاتو درد
● د غاښونو حساسیت
● خراب یا مات شوي غاښونه
● د ژامي “ټک ټک” غږ
● خراب خوب
● د ورځي ستړیا

کله ناکله د کورنۍ غړي د شپې د غاښونو د چیچلو غږ اوري او لومړی همدوی پرې خبر شي.

د غاښونو چیچلو مهم لاملونه:

1. فشار او اضطراب (Stress & Anxiety)

دا تر ټولو عام لامل ګڼل کېږي.

هغه کسان چې:
• ډېر فکر کوي
• ذهني فشار لري
• اضطراب لري
د Bruxism له خطر سره ډېر مخ وي.

2. خراب خوب:
• Sleep deprivation
• بې خوبي
• ګډوډ خوب
د غاښونو چیچل زیاتوي.

3. Sleep Apnea:

هغه کسان چې د خوب پر مهال ساه بندېږي یا خرارې کوي، د Bruxism خطر پکې زیات وي.

4. کافین او محرک مواد:

د لاندې موادو زیات استعمال:
• قهوه
• انرژی لرونکی نوشابی
• چای
• سګرټ
• الکول
د غاښونو چیچل زیاتولای شي.

5. د غاښونو ناسم ترتیب:

کله ناکله د غاښونو د سم نه برابرېدو له امله هم ستونزه پیدا کېږي.

که درملنه ونه شي، څه ستونزې جوړوي؟

Bruxism یوازې یو عادت نه دی؛ د وخت په تېرېدو جدي ستونزې جوړولای شي.

د غاښونو زیان:
• د غاښونو مینځنۍ طبقه ښکاره کېږي
• غاښونه نری کېږي
• درزونه او ماتېدنه

د ژامې ستونزې:
• TMJ Disorder
• د ژامې بندېدل
• د ژامې حرکت کې درد
دوامدار سر درد

د مخ او سر عضلات تل په فشار کې وي.
د خوب خرابوالی
د شپې د عضلاتو فعالیت د خوب کیفیت کموي.

څنګه یې په طبیعي ډول کمولای شو؟

د فشار کمول
• منظم ورزش
• Meditation
• ژور تنفس
• لمونځ او ذهني ارامتیا
• طبیعت کې قدم وهل

د خوب ښه کول:

✔ هره شپه په یو وخت ویده کېدل
✔ له خوب مخکې موبایل کم استعمالول
✔ ارامه او تیاره کوټه

د کافین کمول:

له خوب څخه ۶–۸ ساعته مخکې:
• قهوه
• انرژي څښاک
• قوي چای

مه استعمالوئ.

د ژامې عضلات ارامول:

د ژامې نرم massage کول:
• درد کموي
• عضلات اراموي

ګرم کمپرس:
د ژامې پر دردناک ځای د ګرمو اوبو ټوټه ایښودل مرسته کوي.

دا د Bruxism اصلي علت نه ختموي، خو د غاښونو زیان کموي.

کله باید ډاکټر یا د غاښونو متخصص ته مراجعه وشي؟

که:
• ژامې درد دوام ولري
• غاښونه ماتېږي
• سر درد زیات وي
• Sleep apnea لرئ
• د خولي خلاصول دردناک وي

نو د غاښونو متخصص (Dentist) سره مشوره وکړئ.
د نورو مغلوماتو لپاره مونږ درسره وڅاری:👇
For more information like and Follow: ProDent Care/د غاښونو پاملرنه

د Trigeminal Nerve (پنځم دماغي عصب) اناتومي 🧠🦷ا Trigeminal Nerve د مخ تر ټولو لوی حسي عصب دی چې   مخ، غاښونو، لثو او ژام...
06/07/2026

د Trigeminal Nerve (پنځم دماغي عصب) اناتومي 🧠🦷
ا Trigeminal Nerve د مخ تر ټولو لوی حسي عصب دی چې مخ، غاښونو، لثو او ژامو حس مغز ته رسوي. دا عصب په درو مهمو برخو وېشل شوی دی:
● Ophthalmic Nerve (V1)
د تندي، سترګو او د پوزي د پورتنۍ برخي حس برابروي.
● Maxillary Nerve (V2)
د پورتنۍ ژامې، پورتنیو غاښونو، لثو او د مخ د منځنۍ برخي حس انتقالوي.
● Mandibular Nerve (V3)
د لاندي ژامې، لاندي غاښونو، لثو او د ژوولو عضلاتو سره اړیکه لري.
د غاښونو درد، د مخ بې‌حسي او ځیني عصبي ستونزي ډېری وخت له همدې عصب سره تړاو لري.
Follow our page for more informative information like this: 👇
ProDent Care/د غاښونو پاملرنه ............
Anatomy of the Trigeminal Nerve 🧠

The Trigeminal Nerve (Cranial Nerve V) is the largest sensory nerve of the face. It provides sensation to the face, teeth, gums, and jaws and is divided into three main branches:

● Ophthalmic Nerve (V1)

Supplies sensation to the forehead, eyes, and upper nose.

● Maxillary Nerve (V2)

Provides sensation to the upper jaw, upper teeth, gums, and midface.

● Mandibular Nerve (V3)

Supplies the lower jaw, lower teeth, gums, and muscles of mastication (chewing).
Many cases of facial pain, tooth pain, and facial numbness are related to the trigeminal nerve.
Healthy Smile, Healthy Life 🦷........
🧠🦷

06/03/2026

د ماشومانو لپاره پیغام.
Message for childrens.
د نورو مغلوماتو لپاره مونږ درسره تغقیب کړی.
ProDent Care/د غاښونو پاملرنه 👈......

د اختر په ورځو کې د غوښي خوړلو وروسته د غاښونو تار یا Dental Floss مه هېروئ!🥩🦷د غوښې پاتي شوني اکثر د غاښونو ترمنځ بند پ...
05/30/2026

د اختر په ورځو کې د غوښي خوړلو وروسته د غاښونو تار یا Dental Floss مه هېروئ!🥩🦷
د غوښې پاتي شوني اکثر د غاښونو ترمنځ بند پاتي کېږي، چې د بد بوی، د اورئ یا لثو التهاب او د غاښونو خرابېدو سبب ګرځي.
د Dental Floss (تار) استعمال د غاښونو ترمنځ بند پاتي خواړه پاکوي او خوله مو سالمه ساتي.
● د هر خوراک وروسته، ځانګړي ډول د غوښي خوړلو وروسته، تار استعمال کړئ.
سالمه خوله = خوشحاله اختر 😊🦷
د نورو معلوماتو لپاره مونږ درسره وڅارئ:👇
ProDent Care/د غاښونو پاملرنه ............

د غاښونو جوړښت وپیژنئ!🦷ستاسو غاښونه یوازي د خواړو ژولو لپاره نه دي، بلکي ستاسو د ښکلي مسکا او عمومي روغتیا مهمه برخه هم ...
05/23/2026

د غاښونو جوړښت وپیژنئ!🦷
ستاسو غاښونه یوازي د خواړو ژولو لپاره نه دي، بلکي ستاسو د ښکلي مسکا او عمومي روغتیا مهمه برخه هم ده.
په دعه انځور کې د غاښ مهمې برخې لکه Enamel، Dentin، Pulp، Root Canal او Alveolar Bone ښودل شوي دي.

د سالمو غاښونو لپاره:

• هره ورځ دوه ځله غاښونه برش کړئ
• د خوږو او سړو شیانو زیات استعمال کم کړئ
• هر ۶ میاشتې وروسته د غاښونو معاینه وکړئ
صحتمند غاښونه = ښکلی مسکا = ښه اعتماد
Follow for more: ProDent Care/د غاښونو پاملرنه 👈...........
Know the Structure of Your Teeth!
Your teeth are not only important for chewing food, but also for maintaining a beautiful smile and overall health.
This infographic explains the major parts of a tooth including Enamel, Dentin, Pulp, Root Canal, and Alveolar Bone.

For Maintaining Healthy Teeth:

● Brush your teeth twice daily
● Reduce excessive sugary and cold foods
● Visit your dentist every 6 months
Healthy Teeth = Beautiful Smile = Better Confidence
.........

Address

Seattle, WA

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ProDent Care/د غاښونو پاملرنه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share